په تهران کې زرګونو ښځو د خپل ملي ټیم د فوټبال د لوبې ننداره وکړه
په تهران کې پرون د اکټوبر په لسمه زرهاوو ښځو د خپل ملي ټیم د فوټبال د لوبې ننداره وکړه. د ایران د فوټبال ملي ټیم پرون د فوټبال د نړیوال جام په مسابقو کې د ګډون لپاره د غوراوي په سیالیو کې د کمبودیا په وړاندې لوبه وکړه. مسابقه د تهران په ازادي لوبغالي کې وشوه. په ایران کې د اسلامي انقلاب له بري راهیسې اول وار و چې ښځو پرته له دې چې خاصه اجازه واخلي، اسناد وړاندې کړي یا په غلا لوبغالي ته ورشي، د خپلې ملي لوبډلې د مسابقې سیل وکړ. رپوټونه وايي چې درې نیم زره ټکټونه ښځو اخیستي وو. سیالي ایران... Читать дальше...