کندهار کې د سړک غاړې ماین چاودنه کې یو امریکایی سرتېری ټپي شوی
تېره شپه ناوخته د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو د ګزمې پر موټر د سړک غاړې بمي چاودنه کې يو امريکايی سرتيری ټپي شوی دی. د کندهار په هوايي ډګر د بهرنيو ځواکونو مطبوعاتي دفتر ازادي راديو ته وويل، دغه چاودنه د ډنډ ولسوالۍ په سرګز سيمه کې د بهرنيو ځواکونو د ګزمې پرمهال رامنځ ته شوي. د سرچنې په وينا يو امريکايي سرتيری چې په پيښه کې ټپي شوی د کندهار هوايي ډګر نظامي روغتون ته انتقال شوی دی. د کندهار په هوايي ډګر کې ميشت بهرني ځواکونه تل د هوايي ډګر د امنيت لپاره په سيمه کې ګزمې کوي. تر اوسه ددې چاودنې مسووليت چا نه دی منلی.