"افغانستان ته تر راتلونکو ٦ میاشتو د کرونا ضد واکسین رارسېږي"
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، دغه هېواد به تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې کرونا ضد واکسین ته لاسرسۍ ومومي. ټاکل شوې چې تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې افغانستان د کرونا ضد واکسین ته لاسرسى پیدا کړي. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، هند ژمنه کړې چې تر شپږو میاشتو پورې له دې هېواد سره ۵۰۰۰۰۰ دوز واکسین مرسته وکړي. د دغه وزارت په وینا د هند ترڅنګ نړېوال بانک به د افغانستان ٢٠ سلنه د اړتیا وړ واکسین برابر کړي. د عامې روغتیا وزارت مرستیال ویاند نورالله تره کي وويل: "هند ژمنه کړې چې افغانستان... Читать дальше...