طالبانو بیا له واشنګټنه غوښتي چې د دوحې تړون بشپړ عملي کړي
له افغانستانه د ټولو امریکایي سرتېرو د وتلو هغه ضرب الاجل ته په ور نژدې کېدو چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د تېر کال د دوحې د تړون له مخې د مې لومړۍ نېټه ټاکل شوی، طالبانو یو ځل بیا له واشنګټنه غوښتي چې دغه تړون بشپړ عملي کړي. دا خبره په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم تېره شپه ازادي راډیو ته وکړه او ویې ویل: "په هغه کتنه چې د سې شنبې په ورځ زموږ د دفتر مشر ملا عبدالغني برادر د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره درلوده، زموږ لوري پر دې ټینګار وکړ چې... Читать дальше...