د افغان مرکچي پلاوي ښځینه غړو د کانګرس له یو شمېر غړو سره لیدلي
د افغان دولت د مرکچي پلاوي ښځینه غړو د امریکا د کانګرس له یو شمېر غړو سره د سولې پر بهیر او دې بهیر کې د مېرمنو پر ونډې خبرې کړي دي. د مرکچي پلاوي یوه غړې فوزیه کوفي وایي، دوی له امریکایي قانون پوهانو او سیاستوالو څخه په زغرده وغوښتل چې د داسې سولې ملاتړ وکړي چې ډموکراتیک ارزښتونه په کې خوندي وي. مېرمن کوفي له امریکایي کانګرس مینانو سره د تېرې پنجشنبې ورځې د بحثونو په اړه ازادي راډيو ته وویل: "تر ډېره د ټاکنو او ولسواکۍ د اصولو او ارزښتونو په خوندیتوب خبرې وشوې، دوهمه موضوع د سولې په بهیر کې... Читать дальше...