"ګڼو هېوادونو د ملاریا له منځه وړلو برخه کې پرمختګونه کړي"
نن د ملاریا نړیواله ورځ ده. د روغتیا نړیوال سازمان وايي، ګڼو هېوادونو د ملاریا د له منځه وړلو په برخه کې ښه پرمختګونه کړي او سږ کال دا ورځ د ملاریا د بشپړ ختمولو په شعار لمانځي. ملاریا یوه ساري، خطرناکه خو د درملنې او مخنیوي وړ ناروغي ده. انسان هغه وخت ملاریا نیسي چې د انافیل غوماشۍ یې وچیچي. په ملاریا باندې اوس هم د نړۍ په میلیونونه خلک اخته کېږي او هرکال په زرګونو خلک ترې مري. د روغتیا نړیوال سازمان د راپورونو له مخې افغانستان د نړۍ هغو هېوادونو کې دی چې په کې ګڼ خلک په ملاریا اخته کېږي. Читать дальше...