ترکیې د طالبانو له لوري د مؤقت حکومت د اعلان پر وړاندې غبرګون وښود
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون سې شنبه (د وږي ۱۶مه) ناوخته د طالبانو له لوري د مؤقت حکومت د اعلان پر وړاندې محتاط غبرګون وښود. اردوغان وویل چې د طالبانو له لوري د اعلان شوي حکومت راتلونکي اقدامات به وڅاري. ښاغلي اردوغان، د ملا حسن اخوند په مشرۍ د طالبانو د حکومت پر اعلان په خپل لومړني غبرګون کې وویل، نه پوهېږي چې دا موقت حکومت به د څومره وخت لپاره وي. طالبانو پرون وویل چې ټول وزیران او اعلان کړی حکومت به یې موقت وي، خو په دې اړه یې څه ونه ویل چې کله به او په څه ډول به بل حکومت اعلانوي؟... Читать дальше...