افغانستان کې یو هندی سوداګر ورک دی؛ هند د افغان چارواکو پلټنې څاري
د هند د بهرنیو چارو وزارت وايي، په افغانستان کې د یوه هندي سوداګر بانسوري لال اریندي د بې درکۍ په اړه د افغان چارواکو پلټنې له نژدې څاري. د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند اریندام بګچي پرون پنجشنبه (د وږي ۲۵مه) وویل، هند په کابل کې له هغو ځايي چارواکو سره په تماس کې دی چې د دې قضیې په اړه څېړنې کوي. تر اوسه کومې ډلې د بانسوري لال د تښتولو مسوولیت نه دی منلی. د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند دا هم وویل چې اکثره هندي اتباع له افغانستانه ایستل شوي، خو ځینې لا هم په دې خاطر پاتې دي چې د کابل هوايي ډګر ته الوتنې ځنډېدلي دي.