ایټالیا: طالبان په رسمیت نهشو پېژندلی خو له افغانانو سره به مرسته وکړو
ایټالیا ویلي، د طالبانو حکومت په رسمیت نهشي پېژندلی، خو له افغانانو سره به مرسته کوي. د روېټرز خبري اژانس په استناد دا خبره د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر لویجي دي مایو کړې. نوموړي ویلي، نړۍ باید افغانستان له اقتصادي ناورینه وژغوري. د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر ویلي، د طالبانو په رسمیت پېژندل ځکه ورته ستونزمن دي چې په خبرهیې د طالبانو کابینه کې ۱۷ کسان داسې دي چې په ترهګریزو فعالیتونو تورن دي. طالبان د اګسټ په ۱۵مه کابل ته ننوتل، خو تر اوسه هېڅ یوه هېواد هم د دوی حکومت په رسمیت نهدی پېژندلی. Читать дальше...