د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د ښځينه کارکوونکو د ګوښه کېدو ادعا رد کړه
د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت چارواکو د چهار شنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې د خپلو ښځینه کار کوونکو له دندې څخه د لرې کولو خبره رد کړه. د دغه وزارت مرستیال محمد ارسلا خروټي رسنیو ته وویل، د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو د وزارت د سه شنبې د ورځې غونډه د دې ریاست له ښځینه کار کوونکو سره په میاشت کې یو ځل د دوى د حاضرېدو او د معاشونو او امتیازاتو د ورکړې په اړه وه. نوموړي زياته کړه، چې د دغه وزارت سرپرست له ښځينه کار کوونکو وغوښتل، چې د خپلو دندو... Читать дальше...