'ریشي سوناک' د بریتانیا د محافظه کار ګوند د مشرۍ سیالي وګټله
د بریتانیا د ماليې پخوانی وزیر ریشي سوناک نن د محافظه کار ګوند د مشرۍ سیالي وګټله او په دې توګه تمه ده چې د دې هېواد راتلونکی صدراعظم شي. هندي الاصله ریشي سوناک به چې د بریتانیا د محافظه کار ګوند د مشرۍ لپاره سیالۍ وګټله په نژدې دوو پېړیو کې د بریتانیا تر ټولو ځوان صدراعظم وي. سوناک چې د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۵ کال کې د پارلمان غړیتوب ته غوره شو او د مالیې وزیر هم پاتې شوی دی، د محافظه کار ګوند د مشر په توګه له لیز تروس څخه د چارو واګي ترلاسه کوي او دا په داسې حال کې ده چې بریتانیا له سخت اقتصادي بحران څخه د تېرېدو په حال کې ده. Читать дальше...