د افغانستان او انګلستان ترمنځ کرکټ سیالي؛ افغان لوبډلې دغه لوبه وبایلله
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د انګلستان پر وړاندې خپله لومړۍ لوبه وبایلله. افغان لوبډلې په نننۍ لوبه کې د ۱۱۳ منډو ټاکلی و. انګلستان دغه هدف داسې مهال ترلاسه کړ چې پنځه لوبغاړي یې وسوځېدل. د افغانستان او انګلستان ترمنځ د نننۍ لوبې غوره لوبغاړی د انګلستان چپ توپ اچونکی سام کران شو چې پنځه افغان لوبغاړي یې سوځولي وو. په نړیوال شل اوریز جام سیالۍ په استرالیا کې روانې دي د افغان کرکټ ملي لوبډلې راتلونکې لوبه د چهارشنبې په ورځ له نیوزیلنډ سره ده او تر هغې وروسته به د جمعې په ورځ له ایرلنډ سره سیالي وکړي. Читать дальше...