ننګرهار کې په بمونو الوځول شوی پُل بېرته وصل شو
![ننګرهار کې په بمونو الوځول شوی پُل بېرته وصل شو](https://gdb.rferl.org/e7832b12-b859-4ffd-8408-67e7a8d3b01f_w800_h450.jpg)
د ننګرهار په سرخ رود ولسوالۍ کې هغه لوی پُل بېرته ونښلول شو چې وړمه شپه وسله والو مخالفانو په بمونو الوزولی و.
دغه پل د کابل- جلال اباد پر دوهم لوی سړک جوړ شوی و چې د څو ولسوالیو لار پرې سپره وه.
د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل ازادي راډیو ته وویل، پرون د ورځې په ترڅ کې خلک د پله د ورانې له کبله له ګڼو ستونزو سره مخ و: "د افغانستان دښمنانو د سره رود ولسوالۍ د فتح اباد په سیمه کې یو پلچک چې پر عمومي سړک و او دغه سړک درې ولسوالۍ سره وصلوي، په بمونو والوزوه او په بشپړه توګه یې له منځه یووړ، موږ خوشبختانه وتوانېدو چې په مؤقت ډول هغه جوړ کړو، که خدای کول په څو ورځو کې به اساسي جوړ شي."
د ننګرهار چارواکي دا د طالبانو کار بولي، خو طالبانو د دغه پله د ورانولو په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.