د ایران د اټمي تړون په پار د غونډو لومړی پړاو پای ته ورسېد
په پلازمېنه ویانا کې د ایران د اټمي تړون د بیا را ژوندي کولو د غونډو لومړی پړاو پرون جمعه (د وري ۲۰مه) له پرمختګ پرته پای ته ورسېد، خو ډیپلوماتانو دا څلور ورځنۍ غونډې ګټورې وبللې. اروپایي ټولنه د دې خبرو کوربتوب کوي او هڅه یې دا ده چې د امریکا متحد ایالاتونه او ایران بېرته د دوه زره پنځلسم کال د اټمي تړون ژمنې پرځای کړي. د امریکا او ایران ډیپلوماتانو د دې غونډو پر مهال مخامخ خبرې سره ونه کړې، خو د اټمي تړون د نورو خواوو، بریتانیا، چین، فرانسې، جرمني او روسیې استازیو له ایراني لوري سره د شته اختلافاتو پرسر خبرې وکړې. Читать дальше...