د کابل دشت برچي کې چاودنې لسګونه کسانو ته مرګژوبله اړولې
د کابل ښار د لوېدیځ په دشت برچي سیمه کې یوې چاودنې لسګونه کسانو ته مرګژوبله اړولې ده. د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي چې چاودنه نن (مې اتمه) د کابل په ۱۳مه ناحیه کې سیدالشهدا ښوونځي ته نيږدې شوې چې تر دې دمه يې لږ تر لږه ۲۵ کسان وژلې او تر ۵۰ زيات ژوبل کړي دي. د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارين رسنيو ته په استول شوي پیغام کې ويلي: "په نننۍ چاودنه کې تر دا مهاله ۲۵ کسه وژل شوي او ۵۲ نور ټپيان دي، خو د اوس لپاره د تلفاتو دا شمېرې د تغییر په حال کې دي." بلخوا عيني شاهدانو ويلي چې درې پرلپسې... Читать дальше...