افغانستان د پښتونخوا ځوانانو ته د لوړو زده کړو بورسونه زیات کړل
د افغانستان حکومت د خیبر پښتونخوا قبایلي ضلعو دولسم پاس زده کوونکو ته په خپلو تعلیمي ادارو کې د زده کړو لپاره بورسونه زیات کړي دي. د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت لخوا د قبایلي زده کوونکو ګمارل شوي استازي زیارمل حمیدي د مې پر ۲۹مه مشال ریډيو ته وویل، د افغان حکومت لخوا اعلان شوی دا پروګرام د خیبرپښتونخوا قبایلي ضلعو هغو زده کوونکو ته د تعلیم جاري ساتلو یوه موقع په لاس ورکوي چې د مالي مشکلاتو له امله سبق ته دوام نه شي ورکولای. هغه وايي: "دا د افغانستان د حکومت لخوا هغه وظیفې دي چې د تعلیم له پلوه وروسته پاتې قبایلي سیمو لپاره دي.