د پاکستان پرمختګ د صنعتي برامداتو په زیاتولو کې دی: عمران خان
د پاکستان وزیراعظم عمران خان نن ( د مې پر ۲۸مه) د نوښار په رشکۍ کې د ځانګړې اقتصادي زون افتتاح وکړه. رشکۍ اقتصادي زون د چین پاکستان اقتصادي راهدارۍ لاندې جوړېږي. په نوښار کې د پرانستې دستورې ته په وينا کې وزيراعظم عمران خان وويل چې رشکۍ اقتصادي زون د سيپيک (چین او پاکستان اقتصادي راهدارۍ) برخه ده او دا به په سيمه کې د پرمختګ لپاره لاره هواره کړي. وزیراعظم عمران خان وویل د ملک ترقي یې په صنعتي کولو کې ده. د چین له پرمختګه پاکستان ډېر څه زده کولای شي، ځکه چې د چین ترقي نوې او اوسنۍ ده. د اقتصادي... Читать дальше...