پاکستانیو فعالانو د "رسنيو پرمختيا ارډېننس" غندلی او رد کړی دی
د پاکستان بشري حقونو خپلواک کمېشن، د خبريالانو وفاقي اتحادیې او د پاکستان د وکيلانو تنظيم په ګډه اعلاميه کې د رسنيو د پرمختيا په نامه حکومتي ارډیننس "مطبوعاتي مارشل لا" بللې ده. دوی د مې پر ۲۸مه په اعلامیه کې زیاته کړې چې په دې ارډېننس سره به د پاکستان حکومت د هېواد پر رسنيو خپل کنټرول لا هم سخت او وګړي معلوماتو ته د لاسرسي له اييني حقه محروم کړي. دوی اندېښنه ښوولې چې حکومت پلان لري له ميډيا او پکې د کارکوونکو له حقونو سره تړلي وار له مخه جوړ ټول قوانين ختم کړي او د رسنيو د کنټرول بشپړ اختيار... Читать дальше...