رنګه څادر؛ طالبانو د پوهنتون محصلانو مخه ونیوله
طالبانو نن د تعلیم او تربیې د پوهنتون محصلانوته چی رنګه ټیکري یې پر سر ول د ننوتلو اجازه ورنکړه. په یوه تازه فرمان کې طالبانو د ښځو لپاره حجاب اجباري کړی خو د حجاب د رنګ په اړه یې څه نه دي ویلي.
طالبانو نن د تعلیم او تربیې د پوهنتون محصلانوته چی رنګه ټیکري یې پر سر ول د ننوتلو اجازه ورنکړه. په یوه تازه فرمان کې طالبانو د ښځو لپاره حجاب اجباري کړی خو د حجاب د رنګ په اړه یې څه نه دي ویلي.
د امریکا دفاع وزارت وايي په افغانستان کې د داعش له ګواښ خبر دی خو زیاتوي چې له دې ډلې سره له دغه هېوده بهر هم د مبارزې وړتیا لري. د امریکا دفاع وزارت ویاند جان کربي د مې په ۱۶مه په واشنګټن کې خبریالانو ته وويل چې د اګست په ۲۹مه له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته یې هېواد په افغانستان کې هیڅ ډول برید نه دی ترسره کړی، ځکه چې اړتیا یې نهده احساس شوې. نوموړي زیاته کړه: "د داعش د خراسان څانګې په څېر ډلې به هڅه وکړي چې ځانونه پياوړي کړي. موږ غواړو دا ډاډ ترلاسه کړو چې موږ د ترهګرۍ ضد... Читать дальше...
په اروپايي هېواد بلغاریه کې هم مسلمانان د پښتنو په څېر د هلکانو په سنتونو خوشحالۍ لمانځي. خو دوی له پنځو کلونو کم عمر لرونکیو هلکانو اجتماعي سنتونه کوي. په دغه ورځ ماشومان په اسونو په ټول کلي کې د جنج یا ورا په څېر ګرځول کېږي چې په پای کې یې سنتونه وشي. تفصیل د رویټرز خبري اژانس په ویډیو کې
د بنو په بکاخېلو کېمپ کې د شمالي وزیرستان کډوال له حکومته غوښتنه کوي چې د دوی په سیمو کې دې تر امنیت باوري کولو وروسته ستانه کړي. دوی زیاتوي چې په کېمپ کې بنیادي سهولتونه نه لري. چارواکي وايي چې دا کډوال به په شمالي وزیرستان کې د امنیت ښه کېدو او هلته پرمختیايي کارونو وروسته ستنوي.
د طالبانو حکومت تایید کړه چې په کابل کې یې د پاکستان د حکومت او پاکستاني طالبانو د تحریک ترمنځ د ترسره شویو مذاکراتو کوربه توب کړی دی. د طالبانو د حکومت ویندوی ذبیح الله مجاهد په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي چې د مذاکراتو په جریان کې پر اړوندو موضوعاتو کې د پام وړ پرمختګ ترڅنګ په لنډمهاله اوربند هم توافق وشو. د پاکستان د تحریک طالبان ډلې یا ټي ټي پي له ۲۰۰۷ کال د خپل تاسیس راهیسې په پاکستان کې د ډیرو خونړیو بریدونو مسولیت اخیستی. د مشال راډیو خبریال عبدالحی کاکړ نور حال راکوي
د امریکا د دفاع وزارت خبرداری ورکوي چې په افغانستان کې د داعش له ګواښ خبر دی او له دې هېواده بیرون هم له دې ډلې سره دمبازې وړتیا لري. پنټاګون خبرداری ورکړی، چې له دغې ډلې سره د مبارزې لپاره لوړ ظرفیت لري او نه پرېږدي چې افغانستان کې بله ډله توانايې پیدا کړي. د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جان کربي د سه شنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل چې د اګست په ۲۹مه له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته یې هېواد په افغانستان کې هیڅ ډول برید نه دی ترسره کړی، ځکه چې اړتیا یې نهده احساس شوې. Читать дальше...
د طالبانو لهخوا د جبري حجاب فرمان له صادرولو وروسته، په افغانستان کې یو شمېر ښځې وايي، په کور دننه ورسره تاوتریخوالی زیات شوی. یو شمېر افغان نجونې او ښځې ادعا کوي چې د طالبانو لهخوا د حجاب د جبري کېدو وروسته، نارینه اجازه نه ورکوي چې له کوره د باندې ولاړې شي. د دوی په خبره، نارینه یې له دې وېره لري چې د ښځو لهخوا یې د حجاب د نه مراعتولو پر مهال کور په نښه او بیا حوزې ته غوښتل کېږي. یوه مېرمن چې کابل کې اوسېږي نه او نه غواړي د امنیتي ګواښونو له امله یې نوم خپور شي ازادي راډیو ته وویل، دا... Читать дальше...
د روسیې د دفاع وزارت ویاند جنرال ایګور کونا شینکوف نن وویل چې ۶۹۴ اوکرایني جنګیالي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې تسلیم شوي چې ۲۹ یې ټپي سرتېري دي. هغه زیاته کړه چې په دې موده کې ۲۶۵ اوکرایني سرتېرو خپله وسله پر ځمکه ایښې ده چې ۵۱ یې ټپیان دي. د راپورونو له مخې دغه ټول سرتېري او جنګیالي د اوکراین ختیځ هغو سیمو ته لیږدول شوي چې روس پلوه بېلتون غوښتونکي پرې کنټرول لري. د اوکراین چارواکو تر اوسه د دغې ادعا په اړه څه نهدي ویلي خو له دې مخکې یې ویلي و چې د ازوف د فولادو له فابریکې څخه په سلګونو سرتېري او... Читать дальше...
د طالبانو د حکومت وياند ذبیح الله مجاهد په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، کابل کې د پاکستاني طالبانو او پوځ ترمنځ د مذاکراتو کوربهتوب يې کړی. نوموړي ويلي، د مذاکراتو په جریان کې په اړوندو موضوعاتو کې د پام وړ پرمختګ ترڅنګ په لنډمهاله اوربند هم توافق وشو. دغه راز مجاهد وايي، د افغانستان اسلامي امارت د خیر غوښتنې په نیت کوښښ کوي چې د مذاکراتو سلسله په بریالي شکل پرمخ ولاړه شي او له دواړو طرفونو څخه دیوبل د زغملو او انعطاف هیله کوي.
د طالبانو حکومت تایید کړه چې په کابل کې یې د پاکستان د حکومت او پاکستاني طالبانو د تحریک ترمنځ د ترسره شویو مذاکراتو کوربه توب کړی دی. د طالبانو د حکومت ویندوی ذبیح الله مجاهد په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي چې د مذاکراتو په جریان کې پر اړوندو موضوعاتو کې د پام وړ پرمختګ ترڅنګ په لنډمهاله اوربند هم توافق وشو. د راپورونو له مخې د پاکستان د پوځ او د پوځي استخباراتو ادارې يا اى ايس آى یو شمېر اوسني او پخواني چارواکي د پاکستاني طالبانو د ډلې ټي ټي پي له غړو سره د خبرو لپاره کابل ته تللي دي. ذبیح الله... Читать дальше...
د پاکستان پوځ د پېښور کور کمانډر جنرال فیض حميد په مشرۍ يو پلاوی له ناقانونه وسله والې ډلې تحريک طالبان پاکستان سره د خبرو اترو لپاره کابل ته تللی. دا خبره د مې پر ۱۷مه نېټه يو چارواکي د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته کړې ده. حکومت او پوځ په رسمی توګه لاهم د دې تصديق نه دی کړی. دا لومړۍ ځل نه دی چې د پاکستان حکومت له وسله وال طالبان خبرې کوي بلکې تر دې وړاندې هم د دوی ترمنځ د سولې يوشمېر تړونونه شوي خو بیا مات شوي دي. پوښتنه دا ده چې حکومت ولې له طالبانو سره مذاکراتو ته اړ شوی او که چېرې د دوی... Читать дальше...
امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي د طالبانو حکومت د کورنیو چارو د سرپرست وزیر سراج الدین حقاني پر وروستیو څرګندونو چې ويلي یې دي امریکا د دوی دښمنه نه ده، شکمن دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نید پرایس تېره ورځ ناوخته د مې میاشتې په ۱۷ نېټه په یوه خبري ناستې کې وویل چې دوی د دغه طالب چارواکي څرګندونو ته په شکمن نظر ګوري. نوموړي د یوې افغانې خبریالې د پوښتنې په ځواب کې په دې اړه وویل: "هو، موږ د سراج حقاني څرګندونې واورېدې، زما په نظر تاسو به پوه وی چې موږ د دې ډول څرګندونو په باب شک و ګمان درلودلی. Читать дальше...
د پاکستان د بشري حقونو کمېشن د خیبر پښتونخوا مشر اکبر خان مشال راډیو ته وویل چې له علي وزیر سره د یو پاکستاني وګړي په توګه توپیري چلند روان دی.
د افغانستان په سرښار کابل کې د مدني فعال، خبریال او ليکوال عماد الدين دوران کورنۍ وايي څلور ورځې وشوې چې طالبانو هغه له ځان سره بیولی. د دوران ورور شهاب الدين د مې په ۱۷مه ازادي راډيو ته وويل چې نوموړی د کابل په خیرخانې مېنه کې د طالبانو د استخباراتو ادارې نیولی. هغه زیاته کړه چې د کوښښونو باوجود هم طالبانو ورته د هغه د نيولو علت نه دی ښودلی. شهاب الدين زیاته کړه: "یو څو کسان راغلي وو او دوران یې د ځان سره بيوه. زما تره ترې پوښتنه وکړه چې تاسې څوک یاست؟ دوی ورته کارډ ښودلی وو. ورته ويلي یې... Читать дальше...
د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، په دې ولایت کې ۳۰۰۰ مېرمنې د ورېښمو د تولید په کاروبار کې مصروفې دي. د دې خونې مرستیال توریالي غوثي نن ازادي راډيو ته ویل، دا مېرمنې د هرات په انجیل، کرخ، ګوذرې او زنده جان ولسوالیو کې د ورېښمو په کاروبار کې مصروفې دي. ښاغلی غوثي وايي، دا مېرمنې له ورېښمو خولۍ، نېکټايي، بوټ، رومال، لباس او چپن جوړوي چې په مناسبه بیه یې بازار ته وړاندې کوي. که څه هم ښاغلي غوثي د ورېښمو د ارقامو په اړه جزئیات ور نه کړل خو وې ویل چې سږ کال د ورېښمو تولید ډېر شوی دی. ښاغلي... Читать дальше...
د افغانستان بانک په وېبپاڼه کې راغلي دي چې د ډالرو په وړاندې د افغانیو د ارزښت لوړولو په خاطر دا کار کوي. د افغانستان بانک له ټولو بانکونو او صرافیو غوښتنه کړې چې په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي او د لیلام ګټونکي اړ دي چې خپل حساب نن تصفیه کړي. د افغانستان د صرافانو ټولنې مرستیال حاجي داد ګل نن ازادي راډيو ته وویل، که څه هم په وروستۍ اوونۍ کې د افغانیو په وړاندې د ډالرو ارزښت لوړ شوی دی خو د ۱۳ میلیونه ډالر به د افغانیو د ارزښت په لوړولو مثبت تاثیر وکړي. تېره اوونۍ هم د افغانستان بانک د ډالرو په... Читать дальше...
د ناټو سرمنشي وایي، فنلند او سویډن په رسمي ډول دغه سازمان کې د غړیتوب غوښتنلیکونه ورسپارلي دي. د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ په دغه لویدیځ پوځي سازمان کې د فنلند او سویډن د غړیتوب هرکلی کوي او دغه دواړه اروپایي هېوادونه خپل نژدې ملګري یادوي. سټولټنبرګ دا خبره نن چهارشنبه " د مې په ۱۸مه" وروسته تر هغه خبریالانو ته وکړه چې د فنلند او سویډن سفیرانو د غړیتوب غوښتنلیکونه ور وسپارل. دغه راز د ناتو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ وویل، چې دی له ناټو سره د یو ځای کېدو لپاره د سویډن او فنلنډ د غوښتنلیکونه له زړه هرکلی کوي. Читать дальше...
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په برخه کې د ځانګړي راپور ورکوونکي څخه غوښتي، څو د دې هېواد د وضعیت په اړه په حقایقو ولاړ مستند راپور وړاندې کړي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې پر بنسټ، امیرخان متقي دا خبره له ریچارډ بنیټ سره کتنه کې کړې. خبرپاڼه کې لیکل شوي، په دې کتنه کې ښاغلي بینټ افغانستان ته د خپل راتګ موخه، ورکړل شوی ماموریت او کاري پلان په اړه له امیرخان متقي سره خبرې کړي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، امیرخان... Читать дальше...
د طالبانو ځايي امنيتي مسؤلين وايي، په فراه ولایت کې د راکټ د یوې مرمۍ چاودنې یو ماشوم وژلی او دوه نور یې ټپیان کړي دي. د فراه ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند عارف عدیل آزادۍ راډیو ته وویل چې پېښه پرون- د ثور په ۲۷مه، مازیګر مهال د بالابلوک ولسوالۍ په آب خرما سیمه کې هغه مهال وشوه چې دې ماشومانو د راکټ له سرګلولې سره لوبې کولې. په افغانستان کې د تېرو څلورو لسیزو له جګړو د پاتې مرمیو په وروستیو چاودنو کې ډېر کله ماشومانو ته مرګ ژوبله اوړي.
د افغانستان د بیارغونې پر چارو د امریکا د حکومت د سرمفتش اداره یا سیګار وايي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو په برخه کې د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ او اوسني ولسمشر جو بایډن پرېکړې د افغان پوځ د سقوط اساسي عامل و. د سیګار نوی راپور په تېره اګست میاشت کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته د رامنځ ته شوي حالت په اړه چې په ترڅ کې یې امریکا د ګډوډۍ په یوه حالت کې له افغانستانه خپل متحدان واېستل د پوځ او پنټاګون د جګپوړو چارواکو د ارزونو په اساس جوړ شوی دی. د امریکا پوځي... Читать дальше...
ایران د بې پیلوټه جنګي الوتکو د تولید لومړۍ فابریکه په تاجکستان کې فعاله کړې ده، چې په دې سره تاجکستان د نړۍ لومړی هېواد دی چې ایران پکې د ډرون د تولید فابریکه فعالوي. د ایرنا دولتي خبري آژانس راپور ورکوي چې د دې فابریکې د پرانیستو مراسم پرون د غويي په ۲۷مه، تاجکستان ته د ایران د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز جنرال محمد حسین باقري د سفر پر مهال جوړ شوي وو. د ایرنا د راپور له مخې د دې ډرون نوم ابابیل ۲ دی، د ۲۰۰ کیلو مترو په ساحه کې د برید او کشفي فعالیتونو وړتیا لري او د یو نیم ساعت لپاره الوتنه کولای شي. Читать дальше...
ګارډین (Guardian): د بریتانیا چاپ ګارډین ورځپاڼې په خپله پرونۍ ګڼه کې د طالبانو پر وروستۍ پرېکړه لیکنه خپره کړې، چې له مخې یې ځینې کلیدي ادارې منحل شوې دي. د طالبانو حکومت د یوه مکتوب له مخې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون، د ملي امنیت شورا، د ملي مصالحې عالي شورا، د اساسي قانون پر تطبیق د څار کمېسیون، د مشرانو جرګې دارالانشا او د ولسي جرګې دارالانشا منحل اعلان شوي دي. د ګارډین د مقالې په یوه برخه کې راغلي، کله چې طالبانو تېره اوونۍ د افغانستان د نوي مالي کال بودجه اعلان کړه، د تېر کال د بودجې پر تله ۵۰۱ ميلیون ډالره کسر په کې ښکاري. Читать дальше...
په افغانستان کې د ترکیې سفارت د فاریاب ولایت له درې سوه کورنیو سره د بشري مرستو خبر ورکړ. دې سفارت پرون په ټویټر کې ولیکل چې د ترکیې د بشري مرستو دریمه جوپه چې پرون د ریلګاډي له لارې افغانستان ته ورسېده او په فاریاب کې پر درې سوه کورنیو وویشل شوه. د ترکیې سفارت زیاتوي چې تر اوسه یې په افغانستان کې له څلور څلوېښت زره او درې سوه کورنیو سره بشري مرستې کړې دي. د ملګرو ملتو په وینا د اوس لپاره په افغانستان کې تر څلرویشت میلیونه ډېر افغانان بشري مرستو ته ضرورت لري.
د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت سرپرست امیرخان متقي په کابل کې د جاپان له سفیر تاکاشي اوکادا سره د افغانستان پر امنیتي او اقتصادي وضعیت خبرې وکړې. د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په ټویټر کې لیکلي دي چې دا لیدنه کتنه پرون وشوه او د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هیله ښکاره کړه چې جاپان به خپلې هغه پروژې په افغانستان کې بشپړې کړي چې کارونه یې نیمایي سرته رسیدلې دي. د يادونې ده چې د جاپان هېواد لخوا د افغانستان په يو شمېر سيمو کې ځينې پروژې روانې وې چې ډېری يې اوس په ټپه ولاړې دي.
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتو وجهي صندوق( یونېسف) خبرداری ورکړی دی چې روان میلادي کال یو اعشاریه یو میلیون ماشومان په افغانستان کې د مرګ له خطر سره مخامخ دي. یونېسف پرون په ټویټر کې ولیکل چې په افغانستان کې د ماشومانو وضعیت د اندېښنې وړ دی او د هغو ماشومانو شمېر د دوه زره اتلسم کال په پرتله دوه برابره دی چې د مرګ ویره یې شته. یونیسف زیاتوي چې هغه وخت د ماشومانو د مړینې کچه لوړیږي چې سم خواړه ور ونه رسیږي، ډېر ډنګر شي او د بدن دفاعي سیستم یې کمزوری شي.
103news.com — информационный сайт, транслирующий новости города Вашего города онлайн. Всё, что происходило и происходит в городе — в оперативной ленте ежедневных новостей в интерактивном режиме на сайте 103news.com.
Самые свежие новости Вашего города, а также полный архив ежедневных событий города с аналитикой, комментариями и прямыми ссылками на источники информации. Местные городские, авторитетные региональные и популярные федеральные новостные агентства и телеканалы — в одной ленте новостей, упорядоченные по времени публикации и с обязательным указанием первоисточника информации. Ничего лишнего. Всё о чём говорят, пишут в газетах и блогах, показывают по телевизору и транслируют в интернете — из первых рук.
103news.com — самый полный календарь значимых и не очень событий Вашего города, в Вашем городе и о Вашем городе вчера, сегодня и прямо сейчас — от пользователей нашего сайта в режиме онлайн. А также — актуальные статьи и мировые новости.
Если же Вы проживаете в городе Вашем городе или у Вас есть просто интересная информация о городе и горожанах мы всегда рады разместить её на нашем портале с указанием в публикации Вашего авторства. Пишите нам на электронный адрес: mail@29ru.net. Создайте свой блог и, если он будет интересен, то Вы получите совершенно бесплатно баннер и прямую ссылку на него, размещённую на всех страницах региональных интернет-ресурсов нашей веб-группы, а это — более 1 000 000 просмотров в месяц.
103news.com — быстрее, чем Я..., самые свежие и актуальные новости Вашего города — каждый день, каждый час с ежеминутным обновлением! Мгновенная публикация на языке оригинала, без модерации и без купюр в разделе Пользователи сайта 103news.com.
Как добавить свои новости в наши трансляции? Очень просто. Достаточно отправить заявку на наш электронный адрес mail@29ru.net с указанием адреса Вашей ленты новостей в формате RSS или подать заявку на включение Вашего сайта в наш каталог через форму. После модерации заявки в течении 24 часов Ваша лента новостей начнёт транслироваться в разделе Вашего города. Все новости в нашей ленте новостей отсортированы поминутно по времени публикации, которое указано напротив каждой новости справа также как и прямая ссылка на источник информации. Если у Вас есть интересные фото Вашего города или других населённых пунктов Вашего региона мы также готовы опубликовать их в разделе Вашего города в нашем каталоге региональных сайтов, который на сегодняшний день является самым большим региональным ресурсом, охватывающим все города не только России и Украины, но ещё и Белоруссии и Абхазии. Прислать фото можно здесь. Оперативно разместить свою новость в Вашем городе можно самостоятельно через форму.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости