طالبان: کندهار کې هغه کس نیول شوی چې خپله مېرمن یې وژلې
طالبان وایي د کندهار په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې یې هغه کس نیولی چې خپله مېرمن یې په وهل ډبلو ټکولو وژلې ده. د شاه ولیکوټ ولسوالۍ لپاره د طالبانو امنیه قومندان قدرت الله صیام نن یکشنبه ازادۍ رادیو ته وویل چې تورن کس تر پېښې یوه ورځ وروسته نیول شوی دی. د سرچنې په خبره پېښه د کورنۍ تاوتریخوالي له امله شوې ده.