افغانستان د وېلچیر باسکټبال ملي لوبډلې اماراتو ته ماتې ورکړه
د افغانستان د وېلچیر باسکټبال ملي لوبډلې نن د متحده عربي اماراتو لوبډلې ته ماتې ورکړه. د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ریاست پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي دي، چې افغان لوبډلې په تایلند هېواد کې د اسیا سهمیې ګټلو په روانو سیالیو کې د متحده عربي اماراتو لوبډلې ته د ۶۵ـ ۵۰ په توپیر ماتې ورکړه. ټاکل شوې چې د افغانستان د وېلچير ملي لوبډله سبا له عراق سره د لوبې میدان ته ښکته شي. افغان لوبډلې خپله لومړۍ لوبه فلپین هېواد ته بایللې وه. د وېلچیر باسکټبال سیالۍ د ۱۱ هېوادونو په ګډون په تایلند کې پیل شوي... Читать дальше...