د فوټبال اسیايي ملتونو سیالۍ؛ افغانستان منګولیا ته ماتې ورکړه
له ۱۷ کلنو د کم عمره افغان لوبغاړو د فوټبال لوبډلې منګولیا ته پنځه- صفر ماتې ورکړه. پرونۍ لوبه د اسیايي ملتونو جام د ۱۷ کلنو لوبغاړو د لوبډلو ترمنځ د لوبو په لړۍ کې په ایچ ګروپ کې په تاجکستان کې ترسره شوه. د افغانستان د فوټبال د ملي فدراسیون ویاند فېروز مشعوف بېګا آزادۍ راډیو ته وویل چې د دې لوبې نتیجه امېدواروونکې ده. هغه وویل: "دا بریا په لومړي ګام کې زموږ لپاره ډېره امېدواروونکې ده البته دې ته په پام سره چې له هر ګروپ څخه یوه لوبډله په مستقیم ډول غوره کېږي او موږ له یوې بریا سره د جدول په... Читать дальше...