ځینو هېوادونو کې د افغان هزاره ګانو سره د خواخوږۍ په پار لاریونونه شوي
زرګونه افغانانو پرون د نړۍ په بېلابېلو ښارونو کې د افغانستان له هزاره ګانو سره د خواخوږۍ په پار لاریونونه وکړل. د اسټرالیا، امریکا او اروپا په لویو ښارونو کې پرون زرګونه افغانان د افغانستان له هزاره ګانو سره د پیوستون په هدف کوڅو او واټونو ته راووتل او شعارونه یې ورکړل چې پر هزاره ګانو حملې دې بندې شي. دوی تر دې شعار لاندې چې د هزاره ګانو ګڼه وژنه یا جینوسایډ دې بند شي په افغانستان کې پر شیعه ګانو، هزاره ګانو او نورو افغانانو د تروریستی حملو د بندېدو غوښتنه کوله. د فرانسې په بوردو ښار کې د... Читать дальше...