د طالبانو مشر له استخباراتي ادارو نوې غوښتنه کړې
د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د خپل حکومت له استخباراتي ادارو غوښتي چې یوازې د موثقو شواهدو له مخې تورن کسان توقیف او محکمې ته وړاندې کړي. د طالبانو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې هبت الله اخوندزاده پرون د ټولو ولایتونو له استخباراتي مسوولانو سره په غونډه کې دا خبره وکړه. اعلامیه کې ویل شوي چې استخبارات به خپلې ټولې لارښوونې د طالبانو د حکومت له مشرتابه څخه اخلي. تر دې وړاندې ګڼ داسې شکایتونه شوي چې طالبان له ښکاره اسنادو پرته یو شمېر کسان توقیف او د محکمې له حکم پرته یې وژني یا شکنجه کوي. Читать дальше...