د کرکټ نړیوال جام سیالۍ؛ د افغان لوبډلې لومړۍ ماتې غبرګونونه پارولي
د کرکټ د نړیوال جام سیالیو په لړ کې د انګلستان د کرکټ ملي لوبډلې د افغانستان ملي لوبډلې ته د پنځو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه. افغان لوبغاړو مخالفې لوبډلې ته په دې لوبه کې چې پرون د استرالیا د پرت ښار په ستر لوبغالي کې ترسره شوه لږ هدف ټاکلی و، خو دې هدف ته د انګلستان پیاوړې لوبډله په اسانۍ ورسېده. د افغانستان ټولې لوبډلې۱۱۲ منډې وکړې او غونډ لوبغاړي یې له لاسه ورکړل او انګلستان ته یې د ۱۱۳ منډو هدف وټاکه. دا کم هدف د ډېرو په باور د انګلستان لپاره اسانه ښکارېده، خو داسې ونه شول او انګلستان له... Читать дальше...