د امریکا کانګرس د اوکراین په درناوي ودرید
د امریکا د کانګرس غړي، د کانګرس دواړو جرګو ته د ولسمشر بایډن د کلنۍ وینا پر مهال، د اوکراین خلکو او دولت ته د درناوي په دود پر پښو ودریدل. بایډن په دې وینا کې د روسي ځواکونو په وړاندې د اوکراین د خلکو او ولسمشر ویلادیمیر ځېلینسکی مبارزه د نړیوالو لپاره الهام بښوونکي وبلل. بایډن وویل د روسیې ولسمشر پوتین پر اوکراین برید سره لویه تیروننه وکړه. د ولسمشر بایډن د وینا پر مهال په واشینګټن کې د اوکراین سفیر هم په کانګرس کې موجود و. د جو بایډن د تېرې شپې د وینا ځینې برخې دلته لیدلی شئ.