Мы в Telegram
Добавить новость
World News in Pashto



Новости сегодня на DirectAdvert

Новости сегодня от Adwile

Март
2022

Новости за 27.03.2022

Pa.azadiradio.com 

طالبانو په افغانستان کې د بي بي سي پر ټلوېزیوني خپرونو بندیز ولګاوه

د طالبانو حکومت په افغانستان کې د بي بي سي پر ټلوېزیوني خپرونو بندیز لګولی دی. بي بي سي دا خبره تأیید کړې او ویلي دي چې دوی ته د طالبانو د دغې پرېکړې د لامل په اړه جزئیات نه‌دي ورکړل شوي. د بي بي سي ځینې پښتو، فارسي او ازبکي خپرونې د افغانستان پر ځینو سیمه‌ییزو ټلوېزیوني شبکو خپرېدې. د طالبانو دا اقدام په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ یا یوناما له لوري هم غندل شوی دی. طالبانو تر اوسه رسماٌ په دې اړه څه نه‌دي ویلي.




Mashaalradio.com 

وزيراعظم عمران خان ته د جلسو کولو ضرورت ولې پېښ شوی؟

د پاکستان وزيراعظم عمران خان په تېرو دريو اوونيو کې د خېبر پښتونخوا په ملاکنډ، مانسهره، دير، د پنجاب په کماليه او په پلازمېنه اسلام اباد کې جلسې کړې دي. واکمن تحريک انصاف ګوند دا جلسي وروسته له هغې کړي چې په قامي اسمبلۍ کې مخالفو سياسي ګوندونو د وزيراعظم پرضد تحريک عدم اعتماد جمع کړی او په راتلونکو ورځو کې به پرې رايې اچول کېږي. مخالفو سياسي ګوندونو هم ولسي غونډو ته دوام ورکړی دی خو څيړونکو ته د اپوزېشن غونډې عادي مګر د حکومت هغه غيرعادي ښکاري. د سياسي چارو شنونکي زاهد حسين د مارچ پر ۲۷مه مشال... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو له‌خوا د خبریالانو د نیونې موضوع بیا اندېښنې راوپارولي

د افغانستان د ژورنالېستانو ملي ټولنه د طالبانو له لوري په دې وروستیو کې د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو د نیول کېدو په اړه اندېښنه ښیي. دغه ټولنه د دې کار پایله ښه نه‌ګني او ټینګار یې کړی چې دا کار د رسنیو کارکوونکي نهیلي کوي او د کار له دوام‌یې راګرځوي. د دغه ټولنې د رسنیو د برخې مسؤل مسرورر لطفي ازادي راډیو ته وویل چې د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو نیونې د رسنیو کورنۍ اندېښمنه کړې ده. دی زیاتوي: "د خبریالانو نیونه او بېرته خوشې کول، په داسې حال کې چې د نیونې په تړاو یې له رسنیو سره هېڅ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بلېنکن خپل اسرائیلي او د خلیج څلورو هېوادونو له سیالانو سره خبرو کې ملګری شو

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په بیت‌المقدس کې له خپل اسرائیلي او د خلیج د څلورو نورو هېوادونو له سیالانو سره په خبرو کې ملګری شو. تمه کېږي دغه مذاکرې د ایران د اټمي تړون پر بیا راژوندي کېدو متمرکزې وي. د دغو خبرو کوربه اسرائیل د ۲۰۱۵م کال د اټمي تړون چې د ایران او د نړۍ د لویو قدرتونو ترمنځ لاسلیک شوی و، مخالفت کړی دی. د امریکا د ولسمشر جو بایډن ادارې د اټمي تړون د بیاژوندي کېدو لپاره مذاکرو ته دوام ورکړی دی. د امریکا مخکېني ولسمشر ډونالد ټرمپ په ۲۰۱۸م کال کې له دغه تړون څخه د وتلو اعلان کړی و.

Mashaalradio.com 

ملاله یوسفزۍ: که طالبان د ښځو حقونه نه مني نو باید په ډیپلومېټکي کچه ونه پیژندل شي

د تعلیم مبارزې ملالې یوسفزۍ د قطر په پلازمینې دوحا کې یوې غونډې ته ویلي چې طالبان دې په افغانستان کې د شپږم ټولګي نه پورته د نجونو سکولونه خلاص کړي. په غونډه کې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي تهامس ویسټ بیا ویلي چې طالبانو د سکولونو له نه خلاصولو سره د افغانانو باور مات کړی دی.

Pa.azadiradio.com 

کندهار کې ۴۲ کسان د تازه لنګې شوې غوا د ورږو له خوړلو وروسته مسموم شوي

د کندهار د خاکرېز ولسوالۍ په ناصرانو سیمه کې ۴۲ کسان د تازه لنګې شوې غوا په لومړیو شیدو یا ورږو/ کنډ له خوړلو وروسته مسموم شوي دي. په کندهار کې د طالبانو د والي ویاند مولوي محمود اعزام نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل د مسموم شویو له ډلې  یو تن‌یې ساه ورکړې او ۴ تنه په کوما حالت کې دي.  د اعزام په خبره په مسموم شویو کې ۱۲ ښځي او یو شمېر ماشومان هم دي.   د کلیوالي دود له مخې کله چې کلي کې غوا لنګه شي، نو کلیوال‌یې پر شيدو نور کسان مېلمانه کوي او شيدې یې پر کورونو وېشي.

Mashaalradio.com 

عرفان خان: په خيبر او اورکزو کې مې کاميابه کنسرټونه ورکړل

دا اوونۍ مو “هارون باچا هنري ګړۍ” خپرونې ته پېژندلی سندرغاړی عرفان خان مېلمه کړی وو. عرفان خان خوښ دی چې په وروستیو کې يې اول د خيبر په تيراه او ورپسې په اورکزو کې د حکومتي ادارو او پوځ په مرسته کنسرټونه ورکړل. د نوموړي د ژوند او هنر په اړه د ده خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

Mashaalradio.com 

د بلوچستان ځوانو ډاکترانو اتحادیې په سرکاري روغتونونو کې بېړني خدمات هم ودرول

په بلوچستان کې ځوانو ډاکټرانو او روغتیا پالانو د خپل احتجاج په پراخولو سره د مارچ له ۲۶مې څخه د ټولو سرکاري روغتونونو بېړنۍ څانګې (ایمرجنسي) تړلې دي. د دې ډاکټرانو د اتحادیې وياند، ډاکټر کليم الله کاکړ د مارچ په ۲۷مه مشال راډيو ته وويل چې تر اوسه پورې یې حکومت غوښتنې نه دې منلې. هغه زیاته کړه چې حکومت د دې پر ځای چې خپلې کړې وعدې پوره کړي، د مارچ په ۲۴مه یې د دوی ګڼ ملګري ونيول او پولیسو د ځان سره ويوړل.  د مارچ په ۱۶مه د بلوچستان د ځوان ډاکټرانو اتحاديې صوبايي حکومت ته خبرداری ورکړی وو چې که... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

تحريک انصاف او حزب اختلاف په اسلام اباد کې ولسي غونډې کوي

د پاکستان واکمن ګوند تحريک انصاف او د حزب اختلاف اتحاد پي ډي اېم نن (مارچ پر ۲۷مه) په اسلام اباد کې د خپل ولسي زور د ښکاره کولو په خاطر جلسې کوي. د تحريک انصاف او پی ډي اېم د ملاتړو قافلې دا مهال د اسلام اباد پر لور روانې دي چې پکې ځينې د ښار ته رسېدلې هم دي. ټاکل شوې ده چې د پاکستان وزیراعظم عمران خان به د تحريک انصاف غونډې ته وينا کوي او د اپوزيشن مشران به بیا خپلې جلسې ته ويناګانې کوي. دا په داسې حال کې ده چې حزب اختلاف د قامي اسمبلۍ په سېکټرېټ کې د عمران خان پرضد د عدم اعتماد تحريک جمع کړی دی... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اعتراضیه غونډه: طالبان دې له قید او شرط پرته د نجونو زده‌کوونکو ښوونځي پرانیزي

یو شمېر افغان ښځو له طالبانو وغوښتل چې د منځنیو ښوونځیو او لېسو د نجونو زده‌کوونکو پر مخ دې له قید او شرط پرته د ښؤونځیو دروازې پرانیزي. د طالبانو له لوري له شپږمو ټولګیو پورته ښوونځیو ته د نجونو زده‌کوونکو د مخنیوي په غبرګون د اعتراضونو په دوام، د یکشنبې په ورځ «۱۴۰۱ کال د وري ۰۷» هم د «سولې او ازادۍ لپاره د افغان ښځو مؤسسې» له لوري اعتراضیه خبري ناسته وشوه. د دغې ناستې د تنظیموونکو او ګډونوالو غوښتنه د متوسطې او لېسې دورې نجونو زده‌کوونکو پر مخ د ښوونځیو د دروازو خلاصون و. د سولې او ازادۍ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بریتانیا: اوکراین کې دې جګړه ختمه شي څو پر بډایه روسانو بندیزونه لیرې کړو

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرې ویلي چې پر بډایه روسانو لګول شوي بندیزونه په هغه صورت کې لیرې کېدای شي چې پوتین په اوکراین کې جکړه پای ته ورسوي او ژمنه وکړي چې نور به يرغل نه کوي. د لیز ترَاس دا خبرې پوتین ته یوه نوې بلنه ګڼل کېږي چې پر اوکراین د یرغل په غبرګون کې د نړیوالو بندیزونو له کبله روسیې ته د اووښتونکي زیان مخه ونیسي.   تراس د سنډې ټلګراف سره په مرکه کې چې د مارچ په ۲۷مه خپره شوه وویل چې د بهرنیو چارو وزارت د سولې د احتمالي خبرو اترو لپاره د "مذاکراتو واحد" رامنځته کړی دی. د بریتانیا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبانو د کابل پارکونو ته د نارینه‌وو او ښځو د ورتګ لپاره ورځې مشخصې کړې

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت د کابل ټولو پارکونو ته د نارینه‌وو او ښځو د ورتګ لپاره ورځې مشخصې کړې. دغه وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، یکشنبه، دوشنبه او سې شنبه به مېرمنې کولای شي پارکونو ته لاړې شي، په دې شرط چې شرعي حجاب‌یې رعایت کړی وي. اعلامیه زیاتوي نارینه به کولای شي د چهارشنبې، پنجشنبې، جمعې او شنبې په ورځو پارکونو ته د تګ اجازه لري، خو د طالبانو پر دغې پرېکړې ځینو سازمانونو انتقاد کړی دی. له دې جملې د بشري حقونو د څار سازمان کې د ښځو د حقونو مرستیال مشرې هیدر بار... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

لښکرګاه کې په یوه موټر کې د چاودنې له امله یو کس زخمي شوی

د هلمند په مرکز لښکرګاه کې په یوه موټر کې د چاودنې له امله یو کس زخمي شوی دی. په هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست مرستیال حافظ رشید وایي دغه پېښه نن سهار هغه وخت وشوه کله چې یوه دکاندار په خپل موټر کې چاودېدونکي توکي انتقالول. د نوموړي په خبره په پېښه کې دغه کس زخمي شوی. دا چې چاودېدونکي مواد چېرې او د کوم هدف لپاره انتقالېدل په دې اړه طالبان څه نه‌وایي.

Pa.azadiradio.com 

امریکا: له تړون سره سره به د ایران پر سپاه پاسداران بندیزونه دوام مومي

د ایران لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی وايي، د تهران د اټمي پروګرام د محدودولو لپاره له یوه تړون سره سره به د ایران پر سپاه پاسداران انقلاب بندیزونه دوام مومي.  رابرت مالي دا خبره د یکشنبې په ورځ په قطر کې یوه کنفرانس ته وکړه. ایران ټینګار کړی چې د اټمي تړون د بیا احیا لپاره په مذاکرو کې د ترورېستي سازمانونو له لېست څخه د سپاه پاسداران انقلاب د نوم لیرې کېدل هم شامل دي، خو د ایران لپاره د امریکا ځانګړي استازي ویلي، د ایران دغه ځواک به د امریکا د قوانینو له مخې د بندیزونو په فهرست کې پاتې وي.

Mashaalradio.com 

جو بايدڼ: د روسي ځواکونو پر ضد د اوکراين مقاومت د ازادۍ لپاره جنګ دی

د امریکا ولسمشر جو بایډن پولېنډ ته د سفر په وخت ويلي پر اوکراین د روس یرغل په نړۍ کې د جمهوريت په وړاندې ننګونه او د اوکرانيانو مقاومت د ازادۍ لپاره ستره مبارزه ده. د مارچ په ۲۶مه، بایډن د وارسا په سلطنتي ماڼۍ کې د وینا په مهال چې شا او خوا ۱۰۰۰ کسان ورته ناست وو، وويل چې کریملین په روس کې دننه د جمهوریت ځپلو هڅه کوی او په ګاونډیو هېوادونو کې یې له خطر سره مخامخوي. هغه ډاډ ورکړ چې امریکا به د اوکراین د خلکو په څنګ کې وي. بایډن له واکه د ویلادیمیر پوتین د لیرې کېدو غوښته وکړه او وې ویل چې پوتین په واک کې نه‌شي پاتې کېدای. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین لوېديځ کې د روسیې د راکټي حملو له امله د تېلو یوې زېرمې اور اخیستی

یوه ورځ وروسته له هغه چې د اوکراین په لوېديځ کې روسیې راکټي حملې وکړې، د مارچ په ۲۷مه په لویف کې د تېلو په یوه زېرمه کې اور ولګېد. دا پر اوکراین د روسیې د حملو له پیل راهیسې د اوکراین په لوېدیځ ښار کې تر ټولو د پام وړ برید ګڼل کېږي. د اوکراین ځایي چارواکو ویلي چې د لویف په څنډو کې څلور توغندي ولګېدل او یوه بل برید تأسیساتو ته زیان واړاوه او لږ تر لږه پنځه کسان‌یې ټپیان کړل. لویف هغه ښار دی چې د پولنډ له پولې شااوخوا ۶۰ کیلومتره لیرې پروت دی او سلګونه زره بې‌ځایه شوي اوکراینان ورغلي دي.   د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د مخکېني حکومت د لوړپوړو نظامیانو، امنیتي او دفاعي سرتېرو د ترور دوام

د طالبانو د عمومي بخښنې له اعلان سره سره، د جمهوري نظام د یو شمېر سرتېرو کورنۍ ادعا کوي چې د کورنۍ غړي یې طالبانو وژلي دي. دوی وايي، د طالبانو رژیم په خپلو ژمنو نه‌دی ولاړ او اوس هم د مخکېنیو نظامیانو او د لوړپوړو چارواکو پلټنه کوي. د دې پېښو تازه‌یې د مارچ په ۲۲مه ماښام مهال د کابل د شکردرې ولسوالۍ د کوچکین په کلي کې وشوه. دې سیمه کې د جمهوري نظام پر مهال د کورنیو چارو وزارت د جنايي جرمونو پر ضد د مبارزې ریاست یو لوړپوړی افسر احمدزی حبیبي په نښه شو. یوه سرچینه چې د امنیتي ستونزو له امله... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

ملاله يوسفزۍ: که طالبان افغان نجونو ته حق نه ورکوي،‌ بايد په رسميت ونه پيژندل شي

د تعليم مبارزې او د سولې نوبيل جایزې ګټونکې ملالې يوسفزۍ پر طالبانو غږ کړی چې ټولو نجونو ته د تعليم او ښځو ته د کار حق ورکړي.  نوموړې د مارچ په ۲۶مه د قطر په سرښار دوحه کې په يوه غونډه کې وويل چې تر څو طالبان ټولو افغان ښځو ته حق ورنه کړي تر هغه یې بايد نړیوال په رسميت ونه پېژني. ((د ښځو حقونو ورکړه بايد د ديپلوماتيکې پېژندنې لپاره يو داسې شرط وي چې هېڅ جوړجاړی پرې ونه شي.)) ملالې تر دې مخکې ويلي‌وو چې طالبانو له ځواکمنو ښځو او تعليم يافته نجونو ويريږي ځکه یې پرې ښوونځي بند کړي دي. خو په دوحه کې... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

په اسلام اباد کې د حکومت او مخالفو سیاسي ګوندونو جلا جلا جلسې

د مارچ په ۲۷مه د پاکستان حکمران تحريک انصاف او د مخالفو سیاسي ګوندونو د اتحاد غړي په اسلام اباد کې د جلا جلا جلسو لپاره ورټول شوي. د تحريک انصاف مشر او د پاکستان وزيراعظم عمران خان خپلې جلسې ته د امر باالمعروف نوم ورکړی او پرېډ ګراونډ ته یې خپل پلويان ورجمع کول پيل کړي دي. د دې ګوند غړي د هېواد له بېلابېلو ښارونو اسلام اباد ته رسېدلي او ځيني یې لا هم پر لاره دي.  بلخوا له اپوزیشن ګوندونو جوړ، پاکستان جمهوري غورځنګ بېلابېلو ګوندونو پلويان هم اسلام اباد ته ورغلي‌دي. دوی خپلې جلسې ته د ګرانۍ ختمولو نوم ورکړی دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

له طالبانو د قطر د بهرنیو چارو وزیر غوښتنه: افغان نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړئ

د طالبانو د حکومت له لوري له شپږم ټولګیو پورته د نجونو زده‌کوونکو د ښوونځیو د بندوالي په اړه د نړیوالو غبرګونونو په لړ کې دا ځل قطر پر طالبانو غږ کړی چې نجونو ته دې ښوونځیو ته د تګ اجازه وکړي. د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن ال‌ثاني «اېن بي سي» ټلوېزیون سره په خپلې تازه مرکه کې ویلي چې د طالبانو دې پرېکړې چې نجونو ته د زده‌کړو اجازه‌یې نه‌ده کړې، دوی ته‌یې ټکان ورکړی دی. دی زیاتوي: "هغه څه چې دوه ورځې مخکې وشول موږ يې هيښ (شاکه) کړو او موږ خپله ژوره اندېښنه او ناراحتي څرګنده کړه او... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د قطر د بهرنیو چارو وزیر: زده‌کړو ته د افغان نجونو نه‌پرېښودل بوږنوونکې ده

د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمان ال ثاني وايي، له شپږم ټولکي پورته د افغان نجونو د نه‌پرېښودو په اړه د طالبانو پرېکړه بوږنوونکې وه او له طالبانو غواړي چې پر خپله پرېکړه بیا کتنه وکړي. د قطر د بهرنیو چارو وزیر له اېن بي سي ټلوېزیون سره په مرکه کې پر طالبانو غږ وکړ چې نجونو ته د زده‌کړو د حق د ورکولو او پراخ‌بنسټه حکومت د جوړولو په اړه له نړیوالې ټولنې سره پر خپلو ژمنو ودرېږي. د قطر د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان په تړاو د خپل هېواد د منځکړیتوب د رول دفاع وکړه. قطر له ډېرو کلونو راهیسې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پر اوکراین د روسیې د یرغل له پیله تر اوسه ۱۲ خبریالان وژل شوي

د اوکراین لویه څارنواله وايي، پر اوکراین د روسیې د یرغل له پیله تر اوسه پورې ۱۲ خبریالان وژل شوي دي.  ایرینا وندیکتووا تېره شپه پر خپله فېس‌‌بوکپاڼه کښلي چې د جګړې په تېرو ۳۱ ورځو کې ۱۰ نور خبریالان ژوبل شوي دي.  له بلې خوا د جرمني خبري اژانس ویلي چې څېړنې ښيي چې تر اوسه پورې د اوکراین په جګړه کې د رسنیو پر ۶۵ استازو حملې شوې دي چې د هغو په منځ کې ۱۵ یې بهرني خبریالان دي.

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د سعودي عربستان پر جدې ښار د حوثي یاغیانو برید وغانده

د طالبانو حکومت د سعودي عربستان پر جدې ښار برید غندلی او د تېلو پر تأسیساتو او ملکي اهدافو برید یې بللی دی. ایران پلوو حوثي یاغیانو د جمعې په ورځ پر جدې ښار د توغندیو برید وکړ او د تېلو زېرمې یې په نښه کړې. د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر ټویټر لیکلي چې د دوی حکومت د ملکي اهدافو په نښه کول غندي. ښاغلی بلخي زیاتوي، د طالبانو حکومت په دې باور دی چې دا ډول تحرکات د سیمې سوله او ثبات ګواښي او باید ودرول شي. د طالبانو حکومت تر اوسه د سعودي عربستان په ګډون د نړۍ هېڅ هېواد په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت وايي د افغانستان پر درې لویو بندونو رغنیز کار پیل شوی

د طالبانو حکومت د اوبو او انرژۍ وزیر د افغانستان پر درې لویو بندونو د رغنیز کار د پیل خبر ورکوي. د باختر اژانس د راپور له مخې د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور د اوبو د نړیوالې ورځې په مناست په کابل کې یوه جوړ شوي کنفرانس ته په وینا کې وویل د کجکي، شاه و عروس او کمال خان پر بندونو کار بیا پیل شوی دی. اژانس د نوموړي له قوله زیاتوي چې وايي، هڅې روانې دي چې د څو نورو پروژو د رغونې چارې هم پیل شي.

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته د قصاب نوم ورکړ

د امریکا ولسمشر جو بایډن په وارسا کې له دېره اوکرایني کډوالو سره د لیدنې پر مهال د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته د قصاب نوم ورکړ.  بایډن دا څرګندونې پرون هغه مهال وکړې چې د روسیې د ولسمشر په اړه د ده نظر وپوښتل شو او ده په ځواب کې وویل، هغه یو قصاب دی. د تاس خبري اژانس د راپور له مخې د کرملېن یو ویاند په غبرګون کې وویل چې دا څرګندونې د امریکا او روسیې د اړیکو د ښه کېدو پر احتمال ناوړه اغېز کولای شي.



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



103news.com — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Не нравится, не хотите слышать — не читайте, читаете — будьте взаимно вежливы и корректны в своих высказываниях. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — обозреватель новостей. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. 103news.com — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от 123ru.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.


Новости от наших партнёров в Вашем городе


103news.com — информационный сайт, транслирующий новости города Вашего города онлайн. Всё, что происходило и происходит в городе — в оперативной ленте ежедневных новостей в интерактивном режиме на сайте 103news.com.

Самые свежие новости Вашего города, а также полный архив ежедневных событий города с аналитикой, комментариями и прямыми ссылками на источники информации. Местные городские, авторитетные региональные и популярные федеральные новостные агентства и телеканалы — в одной ленте новостей, упорядоченные по времени публикации и с обязательным указанием первоисточника информации. Ничего лишнего. Всё о чём говорят, пишут в газетах и блогах, показывают по телевизору и транслируют в интернете — из первых рук.



103news.com — самый полный календарь значимых и не очень событий Вашего города, в Вашем городе и о Вашем городе вчера, сегодня и прямо сейчас — от пользователей нашего сайта в режиме онлайн. А также — актуальные статьи и мировые новости.

Если же Вы проживаете в городе Вашем городе или у Вас есть просто интересная информация о городе и горожанах мы всегда рады разместить её на нашем портале с указанием в публикации Вашего авторства. Пишите нам на электронный адрес: mail@29ru.net. Создайте свой блог и, если он будет интересен, то Вы получите совершенно бесплатно баннер и прямую ссылку на него, размещённую на всех страницах региональных интернет-ресурсов нашей веб-группы, а это — более 1 000 000 просмотров в месяц.







103news.com — быстрее, чем Я..., самые свежие и актуальные новости Вашего города — каждый день, каждый час с ежеминутным обновлением! Мгновенная публикация на языке оригинала, без модерации и без купюр в разделе Пользователи сайта 103news.com.

Как добавить свои новости в наши трансляции? Очень просто. Достаточно отправить заявку на наш электронный адрес mail@29ru.net с указанием адреса Вашей ленты новостей в формате RSS или подать заявку на включение Вашего сайта в наш каталог через форму. После модерации заявки в течении 24 часов Ваша лента новостей начнёт транслироваться в разделе Вашего города. Все новости в нашей ленте новостей отсортированы поминутно по времени публикации, которое указано напротив каждой новости справа также как и прямая ссылка на источник информации. Если у Вас есть интересные фото Вашего города или других населённых пунктов Вашего региона мы также готовы опубликовать их в разделе Вашего города в нашем каталоге региональных сайтов, который на сегодняшний день является самым большим региональным ресурсом, охватывающим все города не только России и Украины, но ещё и Белоруссии и Абхазии. Прислать фото можно здесь. Оперативно разместить свою новость в Вашем городе можно самостоятельно через форму.

Другие популярные новости дня сегодня


Новости 24/7 Все города России





Топ 10 новостей последнего часа




Новости России

Результаты забега на 5 км на Московском полумарафоне. Аплачкина и Голоктионов установили рекорды соревнований

Шапки женские вязаные на Wildberries, 2024 — новый цвет от 392 руб. (модель 466)

В Самаре заработает пункт отбора на программу «Время героев»

Актер Цыганов заявил, что занимается музыкой не ради денег


Москва

«1418»: выставка секции «Арт-фото» ТСХР в зале «Лаврушинский`15»






Rss.plus

Шапки женские вязаные на Wildberries, 2024 — новый цвет от 392 руб. (модель 466)

Более 100 студентов посетило СЛД Курск в рамках акции «Неделя без турникетов»

«1418»: выставка секции «Арт-фото» ТСХР в зале «Лаврушинский`15»

звезды шоу-бизнеса посетили весеннюю неделю моды estet fashion week

Moscow.media
Москва

Собянин: В столице открыт сезон фонтанов



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Певица

Певица Анна Семенович призналась, что ей пришлось прервать отдых из-за болезни




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Московские школьники стали победителями всероссийской олимпиады по математике

Учитель из Бутово стала «Гуру физкультуры»

Юные керамисты школы №2120 выиграли три Гран-при конкурса «Мир дому твоему!»


WTA

Как Рыбакиной стать второй ракеткой мира: расклад от WTA



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

На Московском путепроводе в Туле произошло лобовое ДТП: трое госпитализированы



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России