په اسلام اباد کې د ورکو بلوڅانو موندلو لپاره احتجاجي لاریون
په اسلام اباد کې لسګونه فعالانو او زده کوونکو د قایداعظم پوهنتون د زده کوونکي حفیظ بلوڅ او نورو ورکو کسانو د موندلو لپاره احتجاجي لاریون کړی دی. د مارچ پر شپږمه لاریونوالو پر خولو او سترګو پټۍ تړلې وې، لاسونو ته یې زنځیرونه اچولي ول او له حکومته یې غوښتنه کوله چې ټول ورک بلوڅان پیدا کړي او که ورباندې څه تور وي نو عدالت ته دې یې وړاندې کړي. حفیظ بلوڅ په فبرورۍ کې د بلوچستان له خضداره ورک شوی وو. دا په داسې حال کې ده چې د مارچ له لومړۍ نېټې راهیسې یوشمېر فعالانو د ورکو کسانو موندلو لپاره د اسلام اباد د خبریالانو مرکز مخې ته پرلت ته هم دوام ورکړی.