ریکارډ کچې ته د کلدارې ټیټېدل؛ پاکستان آی ایم ایف سره خبرې پیل کړي
په داسې حال کې چې د ډالرو پر وړاندې د پاکستاني روپیو ارزښت په بې ساري ډول مخ په کمېدو دی، د پاکستان حکومت پرون چهارشنبې د قطر په مرکز دوحه کې د پیسو له نړیوال صندوق یا آی ایم ایف سره د پور پر شرایطو خبرې پیل کړې. د پاکستان د مالیې وزارت پر خپله ټویټرپاڼه کښلي چې دا خبرې به د روانې مې تر ۲۵ پورې دوام وکړي. دا خبرې په داسې حال کې پیل شوي، چې د پاکستان د مرکزي بانک اسعاري زېرمه څه باندې لس میلیارد ډالرو ته راټیټه شوې ده. په همدې حال کې پرون د پاکستان د اسعارو د تبادلې په بازارونو کې یو امریکايي ډالر په ۲۰۰ روپیو تبادله شو. Читать дальше...