'ای.پي.اېل': نن شپه چنایی سوپر کېنګز او رایل چلنجرز بنګلور سره لوبیږي
د هندوستان د کرکټ د غوره لیګ 'ای.پي.اېل' سیالیو په دوام نن شپه چنايي سوپر کېنګز او رایل چلېنجرز بنګلور لوبډلې له یو بل سره مخامخ کېږي. دا د روانو سیالیو نولسمه لوبه ده. دا دواړه په روانو سیالیو کې تر دې دمه ښه ځلیدلې لوبډلې دي. بنګلور لوبډلې تر دې دمه لوبه نه ده بایللې او چنايي لوبډلې بیا یوازې یوه لوبه بایللې. بنګلور د اته نومرو په لرلو د امتیازونو په جدول کې لومړی او چنايي د شپږو نومرو په لرلو دوهم ځای لري. د دې سیالیو د تېرې شپې په لوبه کې راجستان رایلز لوبډلې کلکتې نایټ رایډرز لوبډلې ته ماتې ورکړه. Читать дальше...