هند کې بیا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې څه باندې ۳،۵ لکه کسان په کرونا اخته شول
هند کې بیا په تېر یوه شپه او ورځ څه باندې درې نیم لکه کسان په کرونا اخته شوي. دا څو پرلهپسې ورځې په هند کې په همدومره شمېر د کرونا نوې پېښې ثبتېږي. په دې ګڼ مېشتي هېواد کې د اکسیجن، تجهیزاتو او د ناروغانو د درملنې لپاره د ځای د سخت کمښت راپورونه ورکړل شوي. د نړۍ ګڼو هېوادونو له هغې ډلې امریکا، بریتانیا او جرمني له هند سره د کرونا د کابو کولو لپاره د مرستې اعلان کړی دی. افغان چارواکو په تېره بیا ولسمشر اشرف غني او د هغه مرستیال له هند سره د خواخوږۍ پيغامونه ورکړي دي. د جانز هاپکنز پوهنتون... Читать дальше...