روسیه کې په یوه ورځ ۸۹۵ کسان د کرونا له امله مړه شول
په روسیه کې د سې شنبې په ورځ اته سوه پنځه نوي کسان د کرونا له امله مړه شول چې دا د دې وبا له پیله تراوسه د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې په دې هېواد کې تر بل هر وخت د کووېډ-۱۹ ناروغۍ د مړینې لوړه شمېره ده. په روسیه کې له کرونا سره د مبارزې ډلې پرون دا خبر هم ورکړچې په یوه شپه او ورځ کې تر پنځه ویشت زره ډېر کسان په کووېد نولس ناروغۍ اخته شوي دي. د کریملین ویاند دیمتري پیسکوف د کرونا وضعیت ناوړه بللی دی او وایي چې علت یې د واکسینو کمبود دی. د روسیې له یوسل او دوه څلویښت میلیونه نفوس څخه دوه څلویښت میلیونه تراوسه واکسین شوي دي. Читать дальше...