د چين دوه ورځنۍ غونډه؛ افغانستان کې روان وضعیت ته د حللارې پر موندلو تمرکز کېږي
چین به نن او سبا د افغانستان په اړه د یوې سیمهییزې غونډې کوربه وي. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، په دې غونډه کې به د سیمې د هېوادونو استازي پر دې تمرکز وکړي چې په څه ډول کولای شي په افغانستان کې روان وضعیت ته حللارې ومومي. دې غونډې ته د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران یا استازي او د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي بلل شوي دي. د چین د بهرنیو چارو د وزیر وانګ یي په کوربهتوب دې غونډه کې به د پاکستان، ایران، روسیې، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیران یا استازي ګډون کوي. Читать дальше...