کندوز: د ولسي پاڅونوالو يو پخوانی قوماندان وژل شوی
ځایي اوسیدونکو ازادي راډیو ته ویلي چې د ښار په څلورمه حوزه رستاق اباد سيمه کې د قومندان حبیب الله ناصري کور ته تېره شپه نامعلومه وسله وال ورغلي او ډزې یې پرې کړي دي. حبيب الله ناصري چې کندوز کې د ولسي پاڅونوالو قوماندان و، کال وړاندې يې له جګړې لاس اخیستی و او طالبانو ته تسلیم شوی و. کندز کې طالب چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.