سیند: په رستوران کې د تاوتریخوالي پېښې غبرګونونه پارولي دي
د صوبې اعلاوزیر مراد علي شاه د حیدراباد پر پېښه خپګان ښوولی دی او د بشپړو پلټنو ډاډ یې ورکړی دی.
د صوبې اعلاوزیر مراد علي شاه د حیدراباد پر پېښه خپګان ښوولی دی او د بشپړو پلټنو ډاډ یې ورکړی دی.
وروسته له هغې د سريلانکا پارلمان د دې هېواد صدراعظم رانیل ویکرماسینګه د سرپرست ولسمشر په توګه اعلان کړ، په زرګونو معترضانو د نوموړي پر دفتر یرغل وروړ. د سريلانکا پولیس او د پوځ ځواکونه د اوښکې بهوونکي ګاز او اوبو شیندونکو وسایلو څخه د کار اخیستلو سربېره ونه توانېدل د اعتراض کوونکو مخه ونیسي. اعتراض کوونکي د دې هېواد له ولسمشر وروسته د صدراعظم رانیل ویکرماسینګه د استعفا غوښتونکي دي. میاشتې وشوې، چې سريلانکايان د خوړو، تېلو او برښنا د انرژۍ له کمي سره مخ دي. په دې هېواد کې د وروستیو پراخو اعتراضونو لوی سبب همدا اقتصادي بحران بلل کېږي. Читать дальше...
افغان لوبغاړي سلیمان بهزاد د سوک وهنې په سیالیو کې مډال وګاټه. د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ادارې نن پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي دي، چې افغان سوک وهونکي سلیمان بهزاد د دې رشتې په نړیوالو سیالیو کې چې په جرمني کې وشوې، د مډال ګټونکی شو. سلیمان بهزاد په دې سیالیو کې خپلو ایټالوي، جرمني او کینیايي سیالانو ته په ماتې ورکولو سره د ډبلیو بي سي مډال په خپل نوم کړ. د بدنې روزنې او ورزش ادارې د معلوماتو پر بنسټ په دې سیالیو کې د ۱۳ هېوادونو لوبغاړو برخه اخیستې وه، چې له افغانستانه سیلمان بهزاد د دې سیالیو ګډونوال و.
د شپږیزې کرکټ سیالیو کې ځوان لوبغاړي د لوبډلمشرانو په توګه ټاکل شوي دي. د شپږیزې کرکټ لیګ ته د تیاریو په لړ کې د دې لیګ ۸ لوبډلو ځوان لوبغاړي د لوبډلمشرانو په توګه ټاکلي دي، چې ډېرو یې مخکې لوبډلمشري نه ده کړې او دا یې لومړی ځل دی چې د یوې لوبډلې د مشري مسوولیت اخلي. په دې لیګ کې سپین غر پړانګانو لوبډلې عثمان غني، مس عینک اتلانو لوبډلې امیر حمزه هوتک، هندوکش لوبډلې حضرت الله ځاځی، امو نهنګانو لوبډلې احسان الله جنت، د بوست ساتونکو لوبډلې حشمت الله شهیدي، کابل زلمیانو لوبډلې رحمان الله ګربز، بند... Читать дальше...
پاریسن جرمن لوبډلې له کريسټیانو رونالډو سره تړون رد کړ. د ورزشي رسنیو د راپورونو پر بنسټ رونالډو غواړي، چې له اوسنۍ منچسټر یونایټېد لوبډلې بېل شي، په همدې خاطر یې د خپل استازي له لارې له پاریسن جرمن لوبډلې سره اړیکه کړې وه چې له یادې لوبډلې سره یو ځای شي. خو د پاریسن جرمن لوبډلې مسوولان وايي، د دوی په لوبډله کې د لیونل مېسي او نیمار په موجودېت کې د رونالډو لپاره ځای نه شته او نه هم په اوس وخت کې دوی دومره پیسې لري چې د فوټبال د نړۍ له دې مشهور لوبغاړي سره تړون وکړي. بلخوا د منچسټر یونایټېد... Читать дальше...
د بشر حقونو د څار نړیوال سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي دي، چې افغانستان د طالبانو له واکمنۍ راوروسته په نړۍ کې د نجونو د زده کړو په برخه کې په یو نوم بدي هېواد بدل شوی دی. زهرا د رخشانې په نوم د ښځو د ځانګړې رسنۍ مسووله او د ټایم مجلې د ۲۰۲۲ کال غوره مېرمن بلل شوې. نوموړې پر افغانستان د طالبانو د تېر ځل واکمنۍ پر مهال په بامیانو کې په پټه لومړنۍ زده کړې وکړې، وروسته د نورو زده کړو لپاره اړ شوه چې د هلکانو کالي واغوندي او خپل نوم په محمد بدل کړي. خو هغې ته نږدې شل کاله وړاندې د نظام بدلون... Читать дальше...
په کراچۍ کې د جولای پر ۱۱مه تر سختو بارانونو وروسته اوبو د هغه ښار یوشمېر سړکونه او لارې لاندې کړې دي. د پاکستان په تر ټولو لوی ښار او کاروباري مرکز کې د اوسېدونکو ژوند خورا اغېزمن شوی دی. د رویټرز اژانس ویډیويي رپورټ.
په افغانستان کې په بې مخینې ډول د تېلو بیې لوړې شوې دي. ښايي نن سبا د کابل په ښاري موټرو کې د تېلو د بیو لوړېدل تر بلې هرې موضوع د موټر چلوونکو د بحث ګرمه موضوع ووسي. موټر چلوونکی په خپلې بې وسۍ او د تېلو د بیو لوړېدل ژاړي. دوی وايي، د تېلو د بیو له لوړېدو سره يې ورځنۍ مزدوري په ټپه درېدلې ده. د کابل ښار ټکسي چلوونکي میراحمد وویل: "مزدورې نه شته، چې تېل ګران وي نو مزدوري به څه وي. له سهاره تر ماښامه ایله همدومره پیدا کوو چې ماښام پرې تېل واچوو." د دې ښار یو بل ټکسي چلوونکی خان زمان وايي... Читать дальше...
د پېښې ذمه واري تر اوسه هېچا نه ده منلې خو د بلوچستان اعلا وزیر میر عبدالقدوس بزنجو په یوه بیان کې د پېښې غندنې ترڅنګ اړوندو چارواکو ته د پلټنو او پکې د ککړو کسانو د نیولو امر کړی دی.
د روسیې او اوکراین پوځي پلاوي نن د ملګرو ملتونو له چارواکو سره د لیدنې لپاره د ترکیې په استانبول کې راټولېږي. دا لیدنه د هغو هڅو یوه برخه ده، چې د غَلې د صادارتو په برخه کې د رامنځته شوي په ټپه ولاړ حالت د ماتولو لپاره کېږي. د غَلو په صادراتو کې راغلي خنډونه په نړۍ کې د خوراکي موادو د بیو د لوړوالي سبب شوي دي. دا له مخکې پلان شوې څلور ورځنۍ ناسته په داسې حال کې جوړېږي، چې پر اوکراین د روسیې د تېري په پایله کې روسیې د تور سمندرګي سره د اوکراین بندرونه نیولي دي. مخکې تر دې له دې بندرونو څخه... Читать дальше...
د استرالیا د اپوزسیون ګوند یو ویاند وایي، که لویدیځ د اوکراین په دفاع د روسیې پر وړاندې درېږي باید په افغانستان کې هم د خپلو تېرو کړنو او ظلمونو حساب ورکړي. د هلمند ولایت د یوې لرې پرتې ولسوالۍ په یوه کلا کې یوازې څلور کونډې ژوند کوي. دوی ادعا کوي، چې د کورنۍ غړي یې د تېر جمهوري نظام پر مهال د بهرنیو ځواکونو په بمباریو کې وژل شوي نو ځکه ځانته دي. مومنه له دې څلور کونډو یوه مېرمن ده. هغه وایي، د خاوند او ماشومانو په ګډون د کورنۍ ټول ۱۲ غړي یې په یوه شپه په عملیاتو کې وژل شوي او اوس هېڅ سرپرست نه لري. Читать дальше...
د خيبر پښتونخوا او بلوچستان په سوات، مانسهره، ډېره اسماعيل خان او د بلوچستان په چمن ضلع کې په دوو ورځو کې په ټرافیکي پېښو کې ۲۱ کسان وژل شوي دي. څلور واړه پېښې د جولای پر ۱۲ او ۱۳مه شوې دي. په پاکستان، په تېره بيا په خيبرپښتونخوا او بلوچستان، کې شاوخوا هره ورځ ټرافيکي پېښې کېږي. پوښتنه دا ده چې د دې پېښو لاملونه څه دي او مخنيوی يې څنګه کېدای شي؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې څېړل شوې دي چې تاسې یې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
په پاکستان کې د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ملي او صوبايي ادارو او همداراز، د موسمي چارو ادارې وار له مخه د سختو بارانونو او سېلاوونو وړاندوینه کړې وه.
په افغانستان کې د کولرا د ناروغۍ په اړه د راپورونو تر خپرېدلو وروسته د طالبانو حکومت د روغتیا وزارت وایي، چې دوی په دې اړه څېړنې پیل کړې دي. د بلخ ولایت اوسېدونکی صابر وایي، چې د هوا په ګرمېدلو سره له درېیو ورځو راپه دې خوا د ده درې کلن زوی کانګې"استفراغ" کوي او نس ناستی لري. نوموړي ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، چې ډاکترانو په روغتون کې ورته ویلي دي، چې ماشوم یې د کولرا علایم لري، نو ځکه دې مایعات ډېر ورکړي. هغه وویل: "ما خپل ماشوم ډاکتر ته وړی و، له معایناتو وروسته یې راته وویل چې زوی مو د کولرا علایم لري، ډېر معایات یې ورکړئ. Читать дальше...
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه نوې اعلامیه کې، په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د اندېښنو ملاتړ کړی. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د جولای په لومړۍ نېټه په افغانستان کې د نجونو، ښځو او بشري حقونو وضعیت ویجاړونکی وباله او ژر تر ژره یې په دې اړه د پرېکنده ګامونو د پورته کېدو غوښتنه وکړه. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه، چې د افغانستان په وخت پرون ناوخته خپره شوه په کې راغلي: "موږ په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه چې ډېر یې... Читать дальше...
په سيند کې د بارانونو او سېلاوونو له کبله ۳۸ کسان مړه شوي. د سیند د طبیعي ناروینونو پر وړاندې د مبارزې ادارې (پي ډي اېم اې) د جولای پر ۱۲مه ناوخته په رپورټ کې ویلي چې سېلاوونو د کراچۍ ښار تر ټولو زښت ځپلی دی.
د تاجکستان حکومت وايي، د طالبانو حکومت د برښنا پیسې نه دي ورکړي. د تاجکستان د برښنا شرکت مشر محمد عمر اسوزاده په دوشنبې کې یوې خبري ناستې ته وویل، چې د طالبانو حکومت افغانستان ته د وارېدونکې برښنا پیسې نه دي ورکړي. نوموړي که څه هم ښکاره نه کړه، چې د طالبانو حکومت د دوی څومره پوروړی دی، خو تر دې مخکې تاجک چارواکو د جنوري میاشتې په ۳۱مه نېټه ویلي و چې په افغانستان کې واکمن حکومت د برښنا له درکه له دوی ۳۱ میلیونه ډالره پوروړی دی. نوموړي زیاته کړه، چې تاجکستان په کلني ډول افغانستان ته ۹ میلیونه... Читать дальше...
د طالبانو حکومت د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، د وروستیو سېلابونو له امله په افغانستان کې ۱۷ زره جریبه کرنیزه ځمکه تخریبه شوې ده. د دې وزارت ویاند مستعین عمري نن ازادي راډيو ته وویل، د چنګاښ له ۱۵ تر ۲۱ نېټې پورې په غزني، لغمان، پکتیا، پکتیکا، میدان وردګو، کندهار، پروان، زابل او ارزګانو ولایتونو کې سېلابونه راوتلي و چې د ځاني تلفاتو ترڅنګ یې ګڼ مالي تلفات هم درلودل. نوموړي زیاته کړه، چې د کرنیزو ځمکو د تخریبېدو ترڅنګ ۱۰۰ کانالونه او د اوبو لویې ویالې هم له منځه تللي دي. ښاغلي عمري وویل، د کرنې... Читать дальше...
په اروپايي هېواد سپېن کې د غوایانو د ځغل مېلې د کورونا جهاني وبا له کبله دوه کاله ځنډېدلې وې خو سږکال بیا پیل شوې چې پکې یو شمېر کسان ژوبل شوي هم دي. په دې مېله کې یو شمېر قهرېدلي غوایان له یوې ګاړې څخه خوشې کړل شي چې په لارو کوڅو کې خلکو پسې منډې وهي. د غوایانو د ځغل دا دودیزې مېلې د سپین په بیلا بیلو برخو کې کېږي چې د ۲۰۰۹م کال راهیسې تر اوسه ۱۶ کسانو پکې ژوند له لاسه ورکړی دی. په دې اړه دا ويډيويي راپور وګورئ چې منورشاه د رویټرز اژانس له ویډیوګانو جوړ کړی دی.
یو امریکايي ټلسکوپ موندلې چې د کایناتو عمر له ۱۳ نیم میلیارده کلونو څخه زیات دی. د جېمز وېب په نوم فضايي ټلسکوپ لومړني عکسونه چې د کایناتو د عمر اټکل کوي ځمکې ته استولي دي.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان په اړه د نړیوال کنفرانس د دایرولو لپاره چمتووالی نیسي. په هغه خبرپاڼه کې، چې دغه وزارت پر خپله رسمي ویبپاڼه خپره کړې، راغلي چې تاشکند په دوو اوونیو کې د څه باندې ۲۰ هېوادونو او نړیوالو موسسو استازي جرګه کوي چې په افغانستان کې د روان حالت په اړه خبرې وکړي. د طالبانو حکومت هم تایید کړې، چې د بهرنیو چارو وزیر به یې په دې ناسته کې ګډون وکړي. د طالبانو د حکومت ویندوی او د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد تېره شبه په دې اړه ازادي رادیو ته وویل... Читать дальше...
د هلمند ولایت په ګریشک کې په یوه ټرافیکي پېښه کې یو تن مړ شوی او ۷ نور ژوبل شوي دي. دا پېښه تېره شپه د ګریشک ولسوالۍ د تاج دار بابا زیارت په سیمه کې شوې. وړمه ورځ په زابل کې په ټرافیکي پېښو کې ۴۳ تنه ټپیان شوي وو. ویل کېږي، چې اکثره داسې پېښې د موټرو د تېز چلولو او بې غورۍ له امله رامنځته کېږي.
د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت هغه اوازې رد کړې چې ګنې د پوهنې وزارت په یوه خبري کنفرانس کې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو اعلان کوي. دغه وزارت ویلي، چې دا ډول اوازې د خلکو د ذهنونو د مغشوشولو لپاره خپرېږي. د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت په عین حال کې ویلي، چې د دوی امارت د هېواد د ټولو اتباعو لپاره د متوازنو تعلیمي خدماتو د وړاندې کولو او د تعلیمي نظام د پیاوړتیا پر وړاندې پر خپلو ټولو ژمنو ولاړ دی.
د خيبرپښتونخوا د سوات په سيلانۍ سيمې "ګبين جبې" کې د سيلانيانو موټر کندې ته لوېدلی چې په کې ۱۱ تنه سپاره مړه شوي او څلور ژوبل دي. د سوات د ژغورنې ادارې په وينا پرون د سيلانيانو يو پيک اپ سوزوکي چې ۱۵ کسان په کې سپاره وو، د ګبين جبې په لال کو نومي سيمه کې د موټروان له کنټروله ووت او لسګونه متره ژورې کندې ته ولوېد. د ځايي خلکو او د ژغورنې ادارې په وينا په دې پېښه کې اووه کسان ځای پر ځای مړه شول او څلورو نورو په روغتون کې ساه ورکړه.
په بلوچستان کې د پر له پسې ورښتونو له کبله د مړو شمېر ۶۵ ته رسېدلی او تر ۵۰ زيات نور ژوبل شوي دي. د طبیعي پېښو د نظم صوبايي ادارې پرون وویل، چې د بارانونو له کبله، چې د جولای له لومړۍ پیل شوي، تر ۷۰۰ زيات کورونه نړېدلې دي. حکومت ويلي، چې د وسې يا پشکال بارانونو له اغېزمنو سره یې د مرستو لړۍ روانه کړې ده خو ځايي کسان دا مرستې ناکافي ګڼي. له بلې خوا په سيند کې د ورښتونو له کبله ۳۷ کسان مړه شوي. د سیند د طبیعي پېښو د نظم صوبايي ادارې پرون ناوخته په خپل راپور کې ویلي، چې تر ټولو زيات کسان په کراچۍ کې مړه شوي چې شمېر يې ۲۶ ته رسېدلی دی.
103news.com — информационный сайт, транслирующий новости города Вашего города онлайн. Всё, что происходило и происходит в городе — в оперативной ленте ежедневных новостей в интерактивном режиме на сайте 103news.com.
Самые свежие новости Вашего города, а также полный архив ежедневных событий города с аналитикой, комментариями и прямыми ссылками на источники информации. Местные городские, авторитетные региональные и популярные федеральные новостные агентства и телеканалы — в одной ленте новостей, упорядоченные по времени публикации и с обязательным указанием первоисточника информации. Ничего лишнего. Всё о чём говорят, пишут в газетах и блогах, показывают по телевизору и транслируют в интернете — из первых рук.
103news.com — самый полный календарь значимых и не очень событий Вашего города, в Вашем городе и о Вашем городе вчера, сегодня и прямо сейчас — от пользователей нашего сайта в режиме онлайн. А также — актуальные статьи и мировые новости.
Если же Вы проживаете в городе Вашем городе или у Вас есть просто интересная информация о городе и горожанах мы всегда рады разместить её на нашем портале с указанием в публикации Вашего авторства. Пишите нам на электронный адрес: mail@29ru.net. Создайте свой блог и, если он будет интересен, то Вы получите совершенно бесплатно баннер и прямую ссылку на него, размещённую на всех страницах региональных интернет-ресурсов нашей веб-группы, а это — более 1 000 000 просмотров в месяц.
103news.com — быстрее, чем Я..., самые свежие и актуальные новости Вашего города — каждый день, каждый час с ежеминутным обновлением! Мгновенная публикация на языке оригинала, без модерации и без купюр в разделе Пользователи сайта 103news.com.
Как добавить свои новости в наши трансляции? Очень просто. Достаточно отправить заявку на наш электронный адрес mail@29ru.net с указанием адреса Вашей ленты новостей в формате RSS или подать заявку на включение Вашего сайта в наш каталог через форму. После модерации заявки в течении 24 часов Ваша лента новостей начнёт транслироваться в разделе Вашего города. Все новости в нашей ленте новостей отсортированы поминутно по времени публикации, которое указано напротив каждой новости справа также как и прямая ссылка на источник информации. Если у Вас есть интересные фото Вашего города или других населённых пунктов Вашего региона мы также готовы опубликовать их в разделе Вашего города в нашем каталоге региональных сайтов, который на сегодняшний день является самым большим региональным ресурсом, охватывающим все города не только России и Украины, но ещё и Белоруссии и Абхазии. Прислать фото можно здесь. Оперативно разместить свою новость в Вашем городе можно самостоятельно через форму.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости