نړیوالې ورځپانې د افغانستان په اړه څه وايي؟
میامي هرالډ: د امریکا چاپ میامي هرالډ ورځپاڼې په افغانستان کې پر شیعه ګانو وروستیو حملو ته کتنه کړې. ورځپاڼې په افغانستان کې د ملګروملتونو د مرستندوی دفتر یا یوناما د هغه بیان یادونه کړې چې وايي په تېرو څو ورځو کې په افغانستان کې په حملو کې له ۱۲۰ زیات کسان مړه او ټپیان شوي دي. یوناما له طالبانو غوښتي دي چې د مذهبي اقلیتونو امنیت ټینګ کړي څو د نورو حملو مخنیوی وشي. د پلازمېنې کابل پر شیعه مېشتو سیمو د جمعې او شنبې ورځو د بریدونو پړه د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې منلی ده. میامي... Читать дальше...