Мы в Telegram
Добавить новость
World News in Pashto



Новости сегодня на DirectAdvert

Новости сегодня от Adwile

Август
2022

Новости за 31.08.2022

Pa.azadiradio.com 

د میخایل ګورباچوف ژوند په انځورونو کې

په روسیه کې د بې اتفاقۍ یوه موضوع د میخایل ګورباچوف له لوري د پخواني شوروي اتحاد پر ړنګېدو څارنه ده. د میخایل ګورباچوف پلویان د هغه کارونه او کړنې ستايي، خو مخالفان یې د شوروي ړنګېدل ناورین بولي . پر نوي یا مډرن تاریخ د هغه اغېزه زیاته وه.




Mashaalradio.com 

پوهان وايي د سېلاب او نورو قدرتي افتونو ترشا د اقليمي بدلون لاس دی

په پېښور پوهنتون کې د ماحولياتي زده کړو مرکز يو استاد ډاکټر حزب الله وايي، د کره ارض د تودوخې درجې لوړېدو له وجې په موسمونو کې تغير راغلی چې په نتيجه کې يې، د ده په خبره، موږ د بېلا بېلو قدرتي ناورينونو شاهدان يو.

Mashaalradio.com 

د پخواني شوروي اتحاد د وروستي مشر ميخايل ګورباچوف ژوند او سياست ته ځغلنده کتنه

د پخواني شوروي اتحاد وروستی مشر میخایل ګورباچوف د اګست پر ۳۰مه مړ شو. ګورباچوف د کميونيسټ نظام د ړنګېدو پر مهال د شوروي اتحاد مشر وو. د هغه د واک پر مهال د شوروي اتحاد سرتیرې له افغانستانه وتلي ول او د ده تګلارو سړې جګړې ختمولو ته هم لاره هواره کړې وه.

Pa.azadiradio.com 

ګورباچوف، هغه سړی چې د تاریخ لوری یې بدل کړ

د پخواني شوروي اتحاد رهبر میخایل ګورباچوف چې له افغانستان څخه یې د شوروي ځواکونو په ایستلو کې مهم رول درلود، د ۹۱ کلونو په عمر ومړ. ګورباچوف د شلمې پیړۍ یو اغیزناک شخصیت ګڼل کیږي، ځکه نوموړي د سړي جګړې په پای ته رسولو کې مهمه ونډه لرله. په دې راپور کې مو د پخواني شوروي ددې وروستي مشر ژوند ته لنډه کتنه کړې.

Pa.azadiradio.com 

کابل کې چاودنې ۵ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

د طالبانو په کنټرول کې د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، نن له غرمې وروسته د کابل ښار د اولسمې حوزې اړوند سرکوتل سیمه کې چاودنه شوې چې له امله یې دوه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي. هغه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چاودنه هغه مهال رامنځته شوه چې یوه کرولا ډوله موټر چاودېدونکي توکي لېږدول. خو هغه دا ونه ویل چې دغه چاودېدونکي توکي چا او چېرته لېږدول. ځدراڼ دغه راز ویلي، سیمې ته د څېړنو په موخه پلاوی رسېدلی. یو شمېر رسني وايي، چاودنه د طالبانو په هغه موټریز کاروان شوې چې له باګرام څخه کابل ته په لاره وو. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د جبري غیب کړل شويو کسانو کورنۍ په احتجاج دي

د اګست په ۳۰ مه د جبري لادرکیو ښکار شویو خلکو په هکله نړیواله ورځ په پاکستان کې هم ولماځل شوه. په دې لړ کې د لادرکو کسانو کورنیو، د بشري حقونو فعالانو او ځینو سیاستوالانو په اسلام اباد کې یوه ورځنۍ احتجاجي ناسته وکړه چې پکې یې د لادرکو کسانو د موندلو او عدالت ته وړاندې کولو غوښتنه وکړه. فعالان وايي په پاکستان کې په زرګونو کسان لادرکه کړل شوي دي چې تور یې پر امنیتي ادارو لګول کېږي خو هغوی تل دا تورونه رد کړي دي. بلخوا د لادرکو کسانو د موندلو لپاره په ۲۰۱۱م کال کې حکومت یو کمېشن جوړ کړی چې وايي ګڼ... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

پښتون سياستوال افراسياب خټک له ګورباچوف سره د خپل ملاقات قيصه کوي

د پخواني شوروي اتحاد وروستی مشر میخایل ګورباچوف د اګست پر ۳۰مه مړ شو. پښتون سياستوال افراسياب خټک د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله او د عوامي نېشنل ګوند د پخواني مشر خان عبدالولي حان په ملتيا له ګورباچوف سره ليدلي ول. نوموړي د مشال رېډیو له خبريال عبدالحي کاکړ سره په مرکه کې له ګورباچوف سره د خپل ملاقات او ورسره يې د هغه پر شخصيت، سياست او د افغانستان په اړه د هغه پر تګلارې رڼا اچولې ده.

Mashaalradio.com 

نجم الدين خان وايي د شمالي وزيرستان پرلتوالو د غوښتنو په منلو کې پرمختګ شوی

په مشال مرکه کې د پيپلز ګوند د خيبر پښتونخوا صوبايي مشر نجم الدين خان ميلمه دی. نوموړي د دير دی او د صوبايي او قامي اسمبلۍ غړی پاتي شوی دی. هغه په ۲۰۰۸ کال کې وفاقي وزير هم وو. نجم الدين خان د هغې حکومتي جرګې غړی هم دی چې په وروستيو کې يې په شمالي وزيرستان کې له پرلتوالو سره مذاکرات کړی ول. نجم الدين خان د مشال مرکه کې مېلمه دی.

Pa.azadiradio.com 

د کابل یو شمېر اوسېدونکي: د طالبانو د خوشحالۍ ‌ډزو وېرولي وو

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي شکایت لري، چې تېره شپه یې د طالبانو د خوشحالۍ د هوايي ډزو له امله خوب نه دی کړی. تېره شپه د طالبانو له خوا په بېلابېلو وسلو هوايي ډزو او د وزیر محمد اکبرخان مېنې په غونډې د الله اکبر نارو د ښار وضعیت بدل کړی و. طالبانو د سنبلې ۹مه شپه چې دوی یې "د امریکایانو د اشغال پای" بولي په او لوبې او ډزو سره ونماځله. د طالبانو دا حرکت د کابل ښار د یو شمېر اوسېدونکو له غبرګونونو سره مخ شوی دی. دوی د نمانځنې دا ډول ناسم بللی وايي، نور د ډزو له غږونو ستړي دي. د کابل ښار اوسېدونکی احمد وايي... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

عدالت عمران خان ته حکم کړی چې د سپتمبر پر اتمه بيا خپل ځواب جمع کړي

اسلام اباد  های کورټ د پاکستان پخواني وزيراعظم عمران ته حکم کړی چې يوې ججې ته د ګواښ کولو او عدالت ته د سپکاوي په کيس کې دې د سپتمبر په اتمه بيا ځواب جمع کړي. د اګست په ۳۱مه، د  اسلام اباد های کورټ چيف جسټس په مشرۍ پينځه کسيزه بېنچ د دې کېس اورېدنه  وکړه. که څه هم معلومه نه ده چې د عمران خان لخوا په جمع کړل شوي ځواب کې څه ويل شوي خو عدالت وېلي دي چې هغه ترې مطمين نه دی. پر عمران خان تور دی چې هغه یوې ججې ته ګواښ کړی او د هغې ژوند یې په خطر کې اچولی دی. نوموړي د اګست پر ۲۰مه په اسلام اباد کې مظاهره... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

سيلابونو تیار فصلونه تباه کړي، ایا پاکستان د خوړو له بحران سره مخامخېدای شي؟

په پاکستان کې سيلابونو د ځانی زیانونو ترڅنګ په لکونه ايکړه زرعي ځمکې هم ویجاړې کړي او تیار فصلونه يې له منځه وړې دي. زراعت ته اوښتی زیان تر کومې کچې دی، بحالي به يې څومره وخت واخلي او ایا پاکستان به د خوړو له بحران سره مخامخ شي؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې کې بحث شوې دي.

Pa.azadiradio.com 

ارزګان کې دوه طالبان وژل شوي

د طالبانو سيمه‌ييز چارواکي وايي، د خاص ارزګان ولسوالۍ په نکروز سیمه کې نن یوه تن دوه طالبان وژلي دي. د ارزګان د اطلاعات او فرهنګ رئیس قاري اغا ولي قریشي ازادي راډیو ته ادعا وکړه، دا کس چې دوه طالبان یې وژلي او دوه ملکیان یې ټپيان کړې دي، په عقلي او عصبي ناروغۍ اخته دی. د قاري قریشي په وینا، طالبان په سیمه کې د دې کس د نیولو هڅه کوي خو تر اوسه یې دا سړی نه دی نیولی. يو شمېر ځايي اوسېدونکو ازادي راډیو ته وویل چې په سیمه کې د سپکو او درنو وسلو ډزې روانې دي او دا کس چې طالبان یې ویشتلي دي، درې ورځې مخکې طالبانو توقیف کړی و.

Pa.azadiradio.com 

پر 'قاري سعيد خوستي' په زوره د نکاح ادعا؛ د خلکو غبرګونونه يې پارولي

په ټولنیزو رسنیو کې د الهې په نوم د یوې مېرمنې ویډیو په پراخه کچه غبرګونونه راپارولي دي. په دې ویډيو کې ادعا شوې چې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت پخواني ویاند قاري سعید خوستي ورسره په زور نکاح کړې او دا يې په جنسي لحاظ زورولې او سخته شکنجه کړې ده. د بشر حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مسولې هیدربار دغه ویډيو ټکان ورکونکې بللې ده. خو سعید خوستي پر خپل ټویټر لیکلي دي، چې د الهې په نوم له یوې مېرمنې سره يې شپږ میاشتې مخکې د هغې په غوښتنه واده وکړ، چې وروسته یې په خبره، د ځینو ستونزو له امله نکاح لغوه شوه. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

سیلابونو فصلونو ته د اړولي نقصان له وجې خوراکي شيان ګران کړي دي

په پاکستان کې د راغليو سیلابونو له امله له تیرې یوې اونۍ راهیسې د دې هيواد تر ټولو لوی صنعتي ښار، کراچۍ او نورو ښارونو کې د سبزیانو نرخونه زیات شوي دي. دکراچۍ د کيماړي سيمې يو اوسيدونکي ګوهرالرحمان د اګست په ۳مه مشال راډيو ته وويل چې له تېرې یوې اونۍ راهیسې ټماټر په څلور سوه يا څلورنيم سوه روپۍ يو کيلو دي. بينډۍ او نورې سبزیانې تر دې هم ګرانې شوې دي. "د سبزيانو بیې د غوښو بیو سره يو شان شوي دي. نو ډير خلک یې نه شي اخیستلی." په کراچۍ کې چې د پاکستان ګڼو سیمو ته ترې خوراکي توکي او سبزیانې وړل کيږي، د خوراکي شيانو وررسیدل کم شوي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کندهار کې يو ځوان د خپل کلي ماشومانو ته وړیا زده‌کړې ورکوي

د عبدالنافع افتاب په نوم دغه ځوان وایي، موخه یې له خپل کلي څخه د بېسوادۍ له منځه وړل او له عصري زده کړو د بې برخو ماشومانو روزل دي. په دې سیمه کې ماشومان نږدي ښوونځی نه‌لري. نور تفصیل د صادق رښتیني په راپور کې د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

د امريکا ولسمشر د 'ميخاييل ګورباچوف' پر مړينه خواشيني ښودلې

د پخواني شوروي اتحاد د وروستني مشر میخاییل ګورباچوف په مړینه د امریکا د ولسمشر جو بایډن په شمول د نړۍ مشرانو خواشیني ښکاره کړه. ښاغلي ګورباچوف تېره شپه له یوې اوږدې ناروغۍ وروسته د مسکو په یوه روغتون کې د ۹۱ کلونو په عمر سا پرې کړه. ګورباچوف له ۱۹۸۵ تر ۱۹۹۱ پورې د شوروي اتحاد مشر و او په دې موده کې یې ډېره هڅه وکړه چې اصلاحات راوړي، پرانیستې سیاسي فضا رامنځته کړي، له واشنګټن سره د مسکو اړیکې ښې کړي او له افغانستانه د شوروي سور پوځ وباسي. ګورباچوف همدا راز د ختیځې اروپا په کمونيستي هېوادونو کې په ولسي پاڅونو کې د لاسوهنې مخه ونیوله. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

زابل کې د سېلابونو له امله ۳۲ کسان مړه شوي او ۸ ژوبل دي

طالب چارواکې وايي، د سېلابونو له امله په مرکز قلات او شاوخوا ولسوالیو کې دوه زره هکټاره کرهنیزه ځمکه او په لسګونه باغونه او فصلونه هم تخریب شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم وروستيو سېلابونه ګڼ مالي او ځاني زيانونه اړولي دي. په دې اړه نور د صادق رښتيني په راپور کې د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Mashaalradio.com 

په پاکستان کې له سیلابه د وژل شويو کسانو شمېر ۱۱۶۲ ته ورسېد

د پاکستان د قدرتي افتونو د نظم قامي اداره وايي په دې هېواد  کې له سېلابونو د مړو شوو کسانو شمېر ۱،۱۶۲ ته رسېدلی دی. دغې ادارې د اګست په ۳۱مه خپل ورځني راپور کې وېلي دي چې سېلابونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۶ کسان وژلي او شا وخوا ۱۹۴۱ کسان یې ژوبل کړي دي. په راپور کې زیاته شوې چې د جون له ۱۴مې راهيسې تر دې دمه څه باندې ۳۵۰۰ کسان په سېلابونو کې ژوبل شوي دي. دې ادارې د اګست په ۳۰مه، په خپل راپور کې  په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې په نوښار کې د  کابل سیند او په تونسه کې په دریای سند کې د لوړې کچې د ممکنه سیلاب خبرداری ورکړی وو. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اټومي انرژۍ د څارونکو يوه ډله اوکراين ته روانه شوه

د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ د مفتشانو یوه ډله نن د اوکراین په جنوب کې د زاپوریژیا د جګړه ځپلو اټومي تاسیساتو پر لور روانه شوه. دا په داسې حال کې ده چې په دې اټومي بټۍ کې د احتمالي پېښې له کبله نړیوالې اندېښنې په زیاتېدو دي. د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر رافایل ګروسي پرون په کییف کې خبریالانو ته وویل، دی هیله من دی چې د اروپا د تر ټولو لویې اټومي بټۍ د څارنې لپاره به په اوکراین کې یو دایمي ماموریت رامنځ ته شي. روسیې پر اوکراین له یرغل یوازې دوه اوونۍ وروسته د روان کال د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

نن له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو لومړۍ کليزه ده

نن د اګست ۳۱مه له افغانستانه د متحدوایالتونو او نورو هېوادونو د سرتېرو د وتلو لومړۍ کلیزه ده. ولسمشر جو بایډن چې له افغانستانه د پوځي ځواکونو په وتلو کې د ګډوډۍ له کبله تر سختو انتقادونو لاندې دی په یوه لنډ بیان کې يې د اګست په ۲۶مه د کابل هوايي ډګر ته نژدې په یوه انتحاري حمله کې د ۱۳ امریکايي سرتېرو د وژل کېدو خپګان وښود. د امريکا دفاع وزیر لویډ اسټین د امریکا پوځي ځواکونو ته په یو پیغام کې په افغانستان کې د وژل شویو ۲۴۶۱ امریکایي سرتېرو یاد ته درناوی وکړ. دا يادونې ده چې نن د اګست ۳۱مه طالبانو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بښنې نړيوال سازمان: تېر يو کال کې ايراني او ترکي ځواکونو ۱۴ افغان کډوال وژلي

د بښنې نړیوال سازمان وايي، په تېر یو کال کې يې د ایراني او ترکي ځواکونو له لوري د لږ تر لږه ۱۴ افغان کډوالو د وژلو اسناد ترلاسه کړي دي. دغه سازمان په یو تازه خپور کړي راپور کې ویلي دي، چې ۱۱ افغان کډوال د ایراني ځواکونو او درې نور د ترکیې ځواکونو له لوري وژل شوي دي. د بښنې نړیوال سازمان ویلي دي چې، دغو دواړه هېوادونه د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف خپلو هېوادونو ته د افغان کډوالو د داخلېدو مخه نیسي. د لغمان ولایت د قرغیو اوسېدونکي میرویس د ترکیې په یو زندان کې تر دوه نیمې میاشتې بند وروسته څو اوونۍ مخکې ته افغانستان ته راستون کړل شو. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

کابل کې د چادريو پلور او بيې زياتې شوې

د روان ۲۰۲۲م کال په مې میاشت کې په افغانستان کې واکمنو طالبانو د هغه هېواد ښځو ته امر کړی وو چې له کوره بهر به مخونه پټوي. د کابل دوکانداران وايي چې هغه امر وروسته د چادريو او برقعو په پلور کې زیاتوالی راغلی دی. بلخوا د چادريو او برقعو بيې هم لوړې شوې دي. په دې اړه مجيد بابر د رويټرز اژانس ويډيويي راپور پښتو کړی دی.

Pa.azadiradio.com 

د تېر حکومت امنيتي ځواکونه: افغانستان کې له ويرې ډک ژوند تېروو

یو شمېر هغه افغان پخواني امنیتي او دفاعي ځواکونه چې له امریکایي ځواکونو سره یې په بېلابېلو ولایتونو کې تر لسیزې زیاته موده په ګډه دندې ترسره کړي، له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو وتلو او د طالبانو په واکمنېدو لا هم افغانستان کې مېشت دي او ادعا کوي چې، له وېرې ډک ژوند تېروي. دوی وایي، په هېواد کې دننه یې د امنیتي ګواښونو تر څنګ بدو اقتصادي حالاتو او بې‌کارۍ هم ژوند تریخ کړی دی. له دغو سرتېرو يې يو شمېر ازادي راډیو سره خپل هغه اسناد شریک کړي چې ښیي په امنیتي او دفاعي برخو کې تخصص او کلونه تجربه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

نړيوالې ورځپاڼې: مقاومت د طالبانو پر وړاندې جدي ننګونه ده

لانګ ور ژورنال: د لانګ ور ژورنال خپرونې له افغانستان څخه یو کال مخکې د امریکايي ځواکونو وتلو ته اشاره کړې او لیکلي یې دي، د افغانستان څخه په اله ګوله د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان په شمال کې مقاومت د طالبانو په وړاندې په یوه جدي ننګونه بدل شوی دی. خپرونه وايي، کله چې د ۲۰۲۱ م کال د اګست په ۳۰مه نېټه امریکايي ځواکونو له افغانستان څخه خپل وتل بشپړ کړل، طالبان پر ټول افغانستان د واک د ټینګولو او د دوی په وړاندې د مقاومتونو د ځپلو لپاره لاس په کار شول. خو وړاندې لیکي چې د ۲۰۲۲ م... Читать дальше...



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



103news.com — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Не нравится, не хотите слышать — не читайте, читаете — будьте взаимно вежливы и корректны в своих высказываниях. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — обозреватель новостей. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. 103news.com — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от 123ru.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.


Новости от наших партнёров в Вашем городе


103news.com — информационный сайт, транслирующий новости города Вашего города онлайн. Всё, что происходило и происходит в городе — в оперативной ленте ежедневных новостей в интерактивном режиме на сайте 103news.com.

Самые свежие новости Вашего города, а также полный архив ежедневных событий города с аналитикой, комментариями и прямыми ссылками на источники информации. Местные городские, авторитетные региональные и популярные федеральные новостные агентства и телеканалы — в одной ленте новостей, упорядоченные по времени публикации и с обязательным указанием первоисточника информации. Ничего лишнего. Всё о чём говорят, пишут в газетах и блогах, показывают по телевизору и транслируют в интернете — из первых рук.



103news.com — самый полный календарь значимых и не очень событий Вашего города, в Вашем городе и о Вашем городе вчера, сегодня и прямо сейчас — от пользователей нашего сайта в режиме онлайн. А также — актуальные статьи и мировые новости.

Если же Вы проживаете в городе Вашем городе или у Вас есть просто интересная информация о городе и горожанах мы всегда рады разместить её на нашем портале с указанием в публикации Вашего авторства. Пишите нам на электронный адрес: mail@29ru.net. Создайте свой блог и, если он будет интересен, то Вы получите совершенно бесплатно баннер и прямую ссылку на него, размещённую на всех страницах региональных интернет-ресурсов нашей веб-группы, а это — более 1 000 000 просмотров в месяц.







103news.com — быстрее, чем Я..., самые свежие и актуальные новости Вашего города — каждый день, каждый час с ежеминутным обновлением! Мгновенная публикация на языке оригинала, без модерации и без купюр в разделе Пользователи сайта 103news.com.

Как добавить свои новости в наши трансляции? Очень просто. Достаточно отправить заявку на наш электронный адрес mail@29ru.net с указанием адреса Вашей ленты новостей в формате RSS или подать заявку на включение Вашего сайта в наш каталог через форму. После модерации заявки в течении 24 часов Ваша лента новостей начнёт транслироваться в разделе Вашего города. Все новости в нашей ленте новостей отсортированы поминутно по времени публикации, которое указано напротив каждой новости справа также как и прямая ссылка на источник информации. Если у Вас есть интересные фото Вашего города или других населённых пунктов Вашего региона мы также готовы опубликовать их в разделе Вашего города в нашем каталоге региональных сайтов, который на сегодняшний день является самым большим региональным ресурсом, охватывающим все города не только России и Украины, но ещё и Белоруссии и Абхазии. Прислать фото можно здесь. Оперативно разместить свою новость в Вашем городе можно самостоятельно через форму.

Другие популярные новости дня сегодня


Новости 24/7 Все города России





Топ 10 новостей последнего часа




Новости России

Подключение системы отопления в Московской области

Актер Цыганов заявил, что занимается музыкой не ради денег

Результаты забега на 5 км на Московском полумарафоне. Аплачкина и Голоктионов установили рекорды соревнований

В Самаре заработает пункт отбора на программу «Время героев»


Москва

«Семь-Я» экономического будущего России – в МИЦ «Известия» обсудили перспективы отечественного бизнеса






Rss.plus

звезды шоу-бизнеса посетили весеннюю неделю моды estet fashion week

Шапки женские на Wildberries — скидки от 398 руб. (на новые оттенки)

Шапки женские вязаные на Wildberries, 2024 — новый цвет от 392 руб. (модель 466)

Более 100 студентов посетило СЛД Курск в рамках акции «Неделя без турникетов»

Moscow.media
Москва

Собянин: Москва взяла Гран-при премии «Умный город» за цифровизацию горхозяйства



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Александр Градский

В Москве семью композитора Градского обязали убрать его машины с парковки концертного зала




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Команда Орловской области стала победителем хоккейного турнира среди команд Черноземья

Юные керамисты школы №2120 выиграли три Гран-при конкурса «Мир дому твоему!»

Учитель из Бутово стала «Гуру физкультуры»


Новак Джокович

Кто отец Дианы Джокович?



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Алексей Сёмин

Жёсткие экологические требования решат инновационные энерготехнологии



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России