سي پي جي: طالبان دې ژر امریکايي خبریال او د هغه افغان همکار خوشې کړي
د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمېټې یا سي پي جي له طالبانو غوښتي چې هر څه ژر ازاد امریکايي خبریال او فلم جوړونکی او له هغه سره نیول شوی افغان فیضالله فیض له بنده ازاد کړي. د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمېټې د جمعې په یوه خپره کړې اعلامیه کې لیکلي، طالبانو ازاد خبریال او فلم جوړونکی ایورشیرر او ورسره یو بل افغان پروډیوسر فیضالله فیض د اګسټ په ۱۷مه، د کابل په شېرپور سیمه کې، هغه مهال ونیول چې دواړو ویډیو اخیسته. دوی دواړه هغه سیمه کې نیول شوي چېرې چې د القاعده شبکې مشر ایمنالظواهري د امریکا د بېپیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو. Читать дальше...