د دولتي پوهنتونونو ځینې استادان: طالبانو له تدریسه منع کړي یوو
سره له دې چې د طالبانو په واکمنېدو سره د ډېرو دولتي پوهنتونونو استادان بهر ته لاړل، اوس د پوهنتونونو ځینې استادان ادعا کوي چې د طالبانو د حکومت لخوا په دې پلمه له تدریسه منع شوي چې په تېر حکومت کې یې دندې کړې وې. په افغانستان کې واک ته د طالبانو په بیا راتګ سره د پوهنتونونو ډېر شمېر استادان بهر ته لاړل. که څه هم د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په دې اړه دقیق ارقام نه وايي، خو ویل کېږي چې په سلګونو استادان په وروستیو کې له افغانستانه وتلي دي. د دې ترڅنګ یو شمېر استادان اوس ادعا کوي، په دې پلمه... Читать дальше...