د پاکستان یوه بله جرګه له ټي ټي پي سره د خبرو لپاره کابل ته تللې ده
د جیو ټلوېزیون او ډېوې راډيو د راپورونو له مخې دې دولس کسیزه جرګه کې د قبایلي ضلعو مشران او حکومتي چارواکي شامل دي. دوی غواړي د پاکستاني طالبانو له مشرانو سره خبرو ته دوام او سرعت ورکړي. دا جرګه داسې وخت افغانستان ته تللې چې د جمعې په ورځ د پاکستاني عالمانو يو پلاوی له طالب چارواکو او پاکستاني طالبانو سره تر خبرو وروسته پاکستان ته ستون شوی. یکشنبه کابل ته د تللې جرګې په چوکاټ کې د باجوړ نه د پاکستاني طالبانو د مهم قومندان فقير محمد ورور، پخوانی والي شوکت الله، د مومندو نه سناتور هلال الرحمان،... Читать дальше...