د اوکراين د غَلو دانو د لومړۍ کښتۍ تفتيش بشپړ شوی او خپل حرکت ته به دوام ورکړي
د اوکراین د غَلو د لومړۍ بېړۍ تفتیش بشپړ شوی او تمه کېږي چې د باسفورس تنګي څخه تېره شي. د کښتۍ وروستی مقصد لبنان دی. د ملګرو ملتونو په منځګړتوب د اوکراین د غَلو د استولو بهیر پیل شوی دی. د روان کال د فبرورۍ په ۲۴مه نېټه پر اوکراين د روسيې له يرغل وروسته د اوکراين د غلو صادرات بند شوي وو. خو تېره اوونۍ ملګرو ملتونو او ترکيې منځګړیتوب وکړ او د اوکرایین او روسیې تر منځ یې د غلو د صادراتو لپاره یوه هوکړه جوړه کړه چې په اساس یې روسیه د اوکرایین له دریو بندرونو د غَلو د صادراتو اجازه ورکړې.