ایا د "پارليمان ګډه غونډه" د ناامنۍ مسلې ته حل موندلی شي؟
د پيپلز ګوند يو مخکښ سېنېټر رضا رباني په پاکستان کې د ترهګرۍ او له تحريک طالبان پاکستان سره د خبرو په څېر موضوعاتو د بحث لپاره د پارليمان د ګډې غونډې رابللو غوښتنه کړې ده. ايکسپريس ټرېبیون ورځپاڼې په يو راپور کې ويلي چې رضا رباني د نومبر پر ۲۱مه په يو بيان کې وويل چې د پارليمان ګډه غونډه ځکه بايد راوبلل شي چې د ده په خبره، په وروستيو کې په خيبر پښتونخوا او بلوچستان کې د ترهګرۍ پېښې زياتې شوې دي. نوموړي زياته کړې چې د پارليمان ګډه غونډه بايد له تحريک طالبان پاکستان سره د سولې د خبرو په اړه هم بحث وکړي. Читать дальше...