د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری: د افغانستان روغتیايي سیستم به جدي ګواښ سره مخ شي
د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې که د افغانستان روغتیايي سیستم ته پاملرنه ونهشي، د روغتیا په برخه کې به د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې له جدي ګواښ سره مخ شي. دغه سازمان اټکل کړی چې ۱۸،۱ میلون وګړي په افغانستان کې روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی نهلري. دغه سازمان اعلان کړی چې روان میلادي کال کې نږدې ۲۵ ملیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري. پرون د مارچ میاشتې په ۳۱مه نېټه د روغتیا نړیوال سازمان او یونېسف استازو، د روغتیا برخې ملاتړو او د افغانستان د عامې روغتیا استازو او یو شمېر بشردوستانو... Читать дальше...