د افغانستان فوټسال ټیم د اسیا د ملتونو جام ته نږدې شوی
د افغانستان د فوټسال ټیم چې له څو ورځو راهیسې د قرغزستان په پلازمېنه بشکیک کې په سختو تمرینونو بوخت دی، د اسیايي ملتونو جام ته د لار موندنې په وروستۍ مرحله کې دی. افغانستان راروانه اوونۍ له تاجکستان، ازبکستان او نیپال سره مسابقه کوي، که په خپل ګروپ کې لومړی یا دویم مقام وګټي، د اسیايي ملتونو جام ته لار پیدا کوي، چې هېڅکله یې لار ورته نه ده موندلې. په بشکیک کې زموږ همکار د فوټسال ټیم له غړو سره کتلي د دوی تمرینونه یې له نږدې کتلي دي