د اوکراین جګړه؛ شمالي مقدونيې د روسي ډيپلوماتانو وتو ته دوام ورکړ
شمالي مقدونیې شپږ تنه روسي ډيپلوماتان نامطلوب بللي او هغو ته یې له دې هېواده د وتلو امر کړی. د شمالي مقدونیې د بهرنیو چارو وزارت پرون په یو اعلامیه کې وویل، شپږ تنه روسي ډيپلوماتان د ډيپلوماتیکو اړیکو په برخه کې د ویانا له کنوانسیون سره د متضادو فعالیتونو د ترسره کولو په خاطر نامطلوب بلل شوي دي. د اعلامیې له مخې واړه دا کسان باید د راتلونکو پنځو ورځو په ترڅ کې د شمالي مقدونیې د جمهوریت له قلمرو څخه ووځي. د شمالي مقدونیې په مرکز سکوپیه کې د روسیې سفارت دا تورونه ګردسره بې بنسټه بللي او د دې اقدام د جدي عواقبو په اړه یې خبرداری ورکړی. Читать дальше...