بشري ناورین؛ راپور: هره ورځ افغان ماشومان د خوارځواکۍ له امله مري
په یوه تازه راپور کې ویل شوي، په افغانستان کې چې د طالبانو په ولکه کې دی، هره ورځ ماشومان د خوارځواکۍ له کبله مري. په افغانستان کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د ناوړه حال په باب دا وار د یوې بلې نړیوالې رسنۍ تازه راپور دغه وضعیت لا کړکېچن ښيي. د سي بي ایس نیوز تلوېزیوني شبکې تازه راپور چې پرون د دې شبکې پر ویبسایټ خپور شو وايي، په افغانستان کې چې د طالبانو تر ولکې لاندې دی، هره ورځ په خوارځواکۍ اخته ماشومان مري. د کابل په اندراګاندي روغتون کې یوه ډاکټر د یادې شبکې خبریال ته ویلي، چې د ورځې په خوارځواکۍ یو یا دوه ماشومان ساه ورکوي. Читать дальше...