د کرکټ نړیوال جام سیالۍ؛ نن درې لوبې ترسره کېږي
د کرکټ د شل اوره نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې نن درې لوبې ترسره کېږي. هند له زیمبابوې، پاکستان له بنګله دېش او جنوبي افریقا له هالنډ سره لوبې ترسره کوي. هند چې د شپږو امتیازو په لرلو سره د دویم ګروپ په سر کې دی، که له زیمبابوې نننۍ لوبه وګټي نو نیغ په نیغه نیمه پایلوبې ته وځي. جنوبي افریقا هم د نننۍ لوبې په ګټلو سره نیمه پایلوبې ته د وتلو ورته چانس لري. د دې لپاره چې پاکستان نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړي، له بنګله دېش سره د نننۍ لوبې په ګټلو سربېره باید دې ته منتظر شي چې هند یا جنوبي افریقا لوبې وبایلي. Читать дальше...