د 'فارمولا ون' سياليو يو فراري موټر په څه باندې ۱۳ مليونه ډالرو وپلورل شو
هغه فیراري موټر چې پهکې د فارمولا ون موټرو د دوه زره درېیم کال اتلولي د دې لوبې بېساري اتل مایکل شومایخر ګټلې وه، په څه باندې دیارلس میلیونه ډالرو وپلورل شو. دا موټر پرون په بروکسل کې لیلام ته کېښودل شوی و. تر دې مخکې د فارمولا ون تر ټولو ګران بییه موټر د شومایخر د دوه زره اوولسم کال د اتلولۍ موټر و چې په لیلام کې په اووه نیم میلیونه ډالرو خرڅ شوی و.