ملګرو ملتونو ايران کې د اعتراض کوونکو د خوشې کېدو غوښتنه کړې
ملګرو ملتونو پرون سې شنبه په ایران کې د سوله ییزو اعتراضونو پر مهال د زرګونو نیول شویو کسانو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه. د ایران رژیم په دغه هېواد کې پر روانو اعتراضونو فشارونه زیات کړي دي. په ایران کې ۸ اوونۍ مخکې دغه اعتراضونه وروسته له هغې پیل شول چې د مهسا امیني په نوم یوې ۲۲ کلنې ښځې د پولیسو په توقیف کې ساه ورکړه. هغه په بشپړ ډول د حجاب نه رعایت په تور نیول شوې وه. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر ویلي، په ایران کې یو نیول شوی معترض له وړاندې په مرګ محکوم شوی دی. د دغه دفتر ویاند جرمي... Читать дальше...