داعش په مزار شريف کې د پرونيو چاودنو مسوولیت ومانه
داعش یا اسلامي دولت ډلې په مزار شريف کې په شیعه ګانو د پرونيو بمي چاودنو مسوولیت منلی دی. په مزارشریف ښار کې تېر ماښام د سپرلیو په دوو موټرونو کې چاودنو لږترلږه ۹ تنه ووژل او ۱۳ نور یې ژوبل کړل. رویټرز خبري اژانس لیکلي چې داعش په مزار شریف کې په شيعه مسلمانانو د بريدونو مسوولیت د ټيليګرام چېنل له لارې په غاړه اخیستی. تېره اوونۍ هم په مزارشریف ښار کې د شیعه ګانو په یوه جومات کې چاودنې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې وه. تر دې دمه د مزارشریف د تېر ماښام د چاودنو مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه... Читать дальше...